ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل او غزني تر منځ سیمو کې سلګونه بهرني ناپېژانده وسله وال پیدا شوي

د زابل او غزني تر منځ سیمو کې سلګونه بهرني ناپېژانده وسله وال پیدا شوي

author avatar
19 Nov 2016 - 16:22
د زابل او غزني تر منځ سیمو کې سلګونه بهرني ناپېژانده وسله وال پیدا شوي
author avatar
19 Nov 2016 - 16:22

غزني ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې د غزني او زابل تر منځ سيمه کې سلګونه بهرني ناپېژانده وسله وال ځاى پر ځاى شوي او د پوځي تمرينونو لپاره يې مرکزونه جوړ کړي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په ٢٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د غزني او زابل ولايتونو تر منځ په ګډه پوله او په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې يو شمېر بهرني ناپېژانده وسله وال ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه وسله وال له خپلو کورنيو سره په دې سيمو کې ځاى پر ځاى شوي او اوس هره ورځ تمرينونه هم کوي.))

امرخېل وايي چې په دې سيمو کې د يادو کسانو پر شتون امنيتي چارواکي خبر دي او دوى د دغو ناپېژانده وسله والو د ځپلو لپاره چمتووالى هم لري.

د ده په وينا، دغه کسان کولاى شي د زابل تر څنګ د غزني امنيت ته هم ستر ګواښ پېښ کړي.

د امرخېل د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو سره هر راز وسلې او مهمات هم شته او سيمه له ګواښ سره مخ کولاى شي.

د غزني امنیه قوماندان وایي چې دغه وسله وال ښایي د ژمي له موسم څخه په ګټي اخیستو راتلونکي کال ته په زابل او غزني کي وسله والو فعالیتونو ته چمتووالی ونیسي چې په وینا یې دغې موخې ته تر رسېدو مخکې باید وځپل شي.

امرخېل وایي چې که د زابل چارواکي ور څخه د دغو وسله په ځپلو کې مرسته وغواړي نو د غزني پولیس هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د اړوندې موضوع په اړه د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي بشيراحمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې یې يو شمېر ناپېژانده مخ پټي وسله وال ليدلي دي.

هغه زياته کړه: ((زیاتره يې بهرني دي چې په ژبه يې نه پوهېږو، کورنۍ هم ورسره دي، خو له خلکو سره زیاتې خبرې نه کوي.))

 د ده په خبره چې دغه کسان هره ورځ په سیمه کې پوځي تمرینات کوي او خلک له وېرې ورته څه نه شي ویلای.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.