کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٥): د ناټو مرستيال سرمنشي وايي چې له ترهګريزو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې بې سارې دي.
له ارګ څخه د لړم په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د ناټو د سرمنشي مرستیال پاتریک تورنر او ملګري پلاوي سره په ارګ کې، وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم شتون درلود، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول امنیتي اوضاع، ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړ.
محمد اشرف غني په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د ناټو د دوامدارو او هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ناټو د سرمنشي مرستیال له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل، له ترهګريزو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د دې ځواکونو لاسته راوړنې بې ساري دي او دوی وکولای شول چې په منظمو پلانونو سره په دې برخه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
ولسمشرغني هم د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هېوادنۍ مینه، ژمنتیا، لاسته راوړنې او د دښمن د ځپلو په خاطر د هغوی د بې درېغه سرښندنو او مبارزې قدرداني وکړه.
د ناټو د سرمنشي مرستیال ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې ناټو د تېر په څېر د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ خپلو هر اړخیزو همکاریو ته ادامه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن