ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګانو کې د اوبو ٩٥ زېرمې جوړې شوې

په سمنګانو کې د اوبو ٩٥ زېرمې جوړې شوې

author avatar
21 Nov 2016 - 18:17
په سمنګانو کې د اوبو ٩٥ زېرمې جوړې شوې
author avatar
21 Nov 2016 - 18:17

ايبک (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): سمنګانو ولايت کې د ١،٣ ميليون ډالرو په لګښت د اوبو ٩٥ زېرمې جوړې شوې، چې په پايله کې يې د ١٩٠٠ جريبه ځمکې د اوبو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

د ياد ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغو زېرمو د جوړولو کار د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري شا وخوا شپږ مياشتې وړاندې پيل او په دې وروستيو کې بشپړ شوى دى.

سمنګانو کې د کرنې وزارت د ياد پروګرام مسوول انجنير عبدالمجيد خيرخواه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو زېرمو د جوړولو له يو مليون او ٣٦٠ زره امريکايي ډالره لګښت له جملې، ٩٥٠ زره ډالر نړيوال بانک او پاتې نورې يې بزګرانو ورکړې دي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، هره زېرمه ١١ متره اوږدوالى، لس متره پلنوالى او څلورنيم متره لوړوالى لري، چې د ٥٠٠ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري.

د نوموړي په وينا، بزګران د پسرلي موسم پر مهال د بارانونو اوبه په يادو زېرمو کې جمع او بيا دغه اوبه د اوړي په موسم کې چې اوبه کميږي؛ د خپلو باغونو په خړوبولو کې وکاروي.

هغه زياته کړه، چې يادې ذخيرې د مرکز او د خرم سارباغ، روى دواب، دره صوف پايين، دره صوف بالا او حضرت سلطان ولسواليو په هغو سيمو کې جوړې شوې، چې اوبه پکې کمې وې.

د خيرخواه په وينا، د يادو زېرمو په جوړېدو سره د ١٩٠٠ جريبه ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شوه.

بزګرانو هم د يادو زېرمو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

د ايبک د قوچنهال کلي يوه اوسېدونکي قيام الدين چې په بڼ کې يې د ياد پروګرام له لارې د اوبو يوه زېرمه جوړه شوې، وايي چې د اوبو کمښت يوه ستره ستونزه وه، ځکه بزګرانو د اوړي په موسم کې د اوبو د کمښت له امله خپل نيالګي نشوى خړوبولى، چې له دې جملې به يې هرکال ځينې نيالګي وچېدل.

نوموړي زياته کړه، چې د اوبو د زېرمې په جوړېدو سره يې اوس ستونزه حل شوې ده.

د سمنګانو د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر نورمحمد د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوه کلونو کې د ياد ولايت په يو شمېر نورو سيمو کې هم ١٦٦ زېرمې، د ياد پروګرام له لارې د نړيوال بانک په مرسته جوړې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.