مهترلام (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٥): چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو يو مشهور سرګروپ مجيد زرقاوي له دوو ملګرو سره وواژه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو نن سهار د الماس ۲۷ عملياتو په ترڅ کې د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د اچکزيو په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې مجيد زرقاوي له خپلو دوو ملګرو سره په ياده سيمه کې اليشنګ ولسوالۍ ته پر غځيدلي سړک پوسته جوړه کړې وه.
د ځواک په وينا، د عملياتو پر مهال نښته رامنځته شوې، چې په پايله کې يې زرقاوي له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.
دى وايي، مجيد زرقاوي او د هغه بل ملګرى ياسر هغه کسان وو چې د لارې په اوږدو کې به يې تل پوستې اچولې ، پلچکونه يې الوځول او نورو ورانکاريو کې يې لاس درلود.
د والي وياند وويل چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن