مزارشريف (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۵): د بلخ ولايت د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي چارو مسوولين وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي مسوولې مېرمن فوزيه حميدي وويل چې په مزارشريف ښار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تر دولتي او غير دولتي دفترونو او پوهنتونو هم رسېدلې دي.
نوموړې دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې دليندۍ په ۲مه، د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې د نمانځنې په څنډه کې رسنيو سره وکړې.
د يادې نمانځنې تنظيمونکې او په بلخ کې د افغان مېرمنو د ښوونيز مرکز مسوولې مېرمن حفيظه ميرزايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره بايد جدي کار وشي.
نوموړې زياته کړه چې په کورني لحاظ بايد د عامه پوهاوي په برخه کې لا ډېر کار وشي.
خو د بلخ د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي مسوولې مېرمن فوزيې حميدي وويل، چې د تېر کال په پرتله د ښځو د وهلو ټکولو، جنسي تېريو او ناموسي وژنو په برخه کې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړې زياته کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دغه سلنه يوازې تر کليو پورې نه ، بلکې د مزارشريف ښار تر دولتي او غير دولتي دفترونو او پوهنتونو پورې هم رسېدلې ده.
هغه وايي چې ډېری وخت دوی د وسله والو زورواکو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د څېړلو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن