کابل (پژواک،٢ليندۍ ٩٥):د روغتيا ساتنې په اړه درې ورځينى کنفرانس، په داسې حال کې پيل شو چې د افغانستان ٤٢ سلنه وګړي د څښاک اوبو ته لاسرسى نه لري او ١٩سلنه د انساني حاجت رفع کولو لپاره له پرانيستې فضا څخه ګټه پورته کوي.
د "افغانستان روغتيا ساتنې لومړي کنفرانس" کې د کليو پراختيا، عامې روغتيا، پوهنې او ښاري پراختيا وزارتونو چارواکي، يونيسف ادارې، کابل کې مېشت د سفارتونو استازي او د ملګرو ملتونو دفترونو استازي، مدني ټولنې، غيردولتي او نور نړيوال سازمانونه ګډون لري.
چارواکي وايي، ياد کنفرانس کې د روغتيا ساتنې برخه کې د پرمختګونو او په وړاندې يې د شته ننګونو او د روغتيا ساتنې اوسني وضعيت سمون لپاره، د افغان دولت پروګرامونو په اړه خبرې اترې وشوي.
د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني، د دې کنفرانس پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د افغانانو ژوند ارزونې شرايط ١٣٩٣ کال کې د مرکزي احصايې ادارې له لوري ترسره شول، دا ښيي چې د کليو ٨٥ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.
همداراز نوموړي زياته کړه چې د کليو ٨١ سلنه وګړي يو ډول تشناب ته لاسرسى لري؛ خو د هېواد ١٩سلنه وګړي چې ٤،٥ ميليونه کېږي، لاهم پرانيستې فضا کې خپل انساني مشکل رفع کوي.
دراني وويل چې د کليوپراختيا وزارت، دې کنفرانس کې له اړوندو نورو ارګانونو، ملي او نړيوالو ګډونوالو سره د يادې ستونزې هوارۍ لپاره، تر ٢٠٢٥کال پورې پر يوې نقشې څېړنه کوي.
نوموړي زياته کړه چې نظافت ته د پاملرنې په تړاو، د عامه پوهاوي ورکول هم تر ٢٠٢٥ کال پورې کاري پروګرام کې شامل دي.
د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز، د څښاک پاکو اوبو او انساني حاجت رفع کولو ته لاسرسى ستره ستونزه وبلله، ويې ويل چې خوارځواکي، ميکروبي ناروغۍ په ځانګړې توګه نس ناسته؛ د څښاک پاکو اوبو او روغتيا ساتنې ته د نه لاسرسي سره، نېغه اړيکه لري.
د هغه په وينا، افغانستان کې د مړينې وروستۍ سروې ښيي چې د نس ناستې ناروغۍ، د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي او نامناسبې روغتيا ساتنې سره مستقيمه اړيکه لري چې له پنځو کلنو د لږ عمر ماشومانو مړينې شاوخوا ٦،٢ سلنه جوړوي.
نوموړي وويل چې د هېواد ٤١ سلنه وګړي له مزمنې خوارځواکۍ چې د ټيټ قد لامل کېږي، کړېږي.
د هغه په خبره، د يادو ستونزو حل لپاره ګډې همکارۍ ته اړتيا ده، نو ځکه افغان حکومت د ښاري تړون سند چمتو کړى دى، ښاري تړون هغه پروګرام دى چې د ملي پيوستون پروګرام ځاى به ونيسي.
نوموړي زياته کړه چې ياد سند کې؛ د څښاک پاکې اوبه، خوندي روغتيا ساتنه او سمه تغذيه، د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن