سرپل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٥): د سرپل ولايت په مرکز کې د ٣٦ کلن سړي له لوري پر يوې نهه کلنې نجلۍ جنسي تېرى شوى، چې دغه کس له پېښې وروسته نيول شوى دى.
يادې نجلۍ د سرپل د ښځو چارو په رياست کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کس هغه مهال تېره پنجشنبه د دوى کور ته ورننوت چې د هغې پلار او مور روغتون ته تللي وو او په کور کې يواځې پاتې شوې وه.
د نجلۍ کورنۍ په دې اړوند د ښځو چارو رياست ته عريضه کړې، خو له رسنيو سره له خبرو يې ډډه وکړه.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د پېښې د منلو ترڅنګ وويل، ياد کس د دغه ولايت د شيرمها سيمې اوسېدونکى دى او اوس د پوليسو له لوري نيول شوى دى.
هغه وويل، چې پوليسو د نجلۍ قضيه څارنوالۍ ته لېږلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن