ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: په غزني کې د ملي اردو ۱۳۰۰ خيالي سرتېري ثبت دي

ولايتي شورا: په غزني کې د ملي اردو ۱۳۰۰ خيالي سرتېري ثبت دي

author avatar
23 Nov 2016 - 13:52
ولايتي شورا: په غزني کې د ملي اردو ۱۳۰۰ خيالي سرتېري ثبت دي
author avatar
23 Nov 2016 - 13:52

غزني ښار (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د  غزني ولايتي شورا وايي چې په دغه ولايت کې د ملي اردو په درېيمه لوا کې ١٣٠٠ خيالي سرتېري ثبت دي، خو اعاشه او معاشونه يې حواله دي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو درېيمه لوا ټول څلور زره تشکيل لري.

خو هغه زياته کړه چې په دغه تشکيل کې يې ١٣٠٠ سرتېري خيالي دي، شتون نه لري او پاتې سرتېرو ته هم خپل مالي امکانات، اعاشه او اباطه  نه ورکول کېږي.

اکبري وايي، په دغه ولايت کې په داسې حال کې سلګونه سرتېري خيالي دي چې د وسله والو مخالفينو ګواښونه زيات دي او په يو شمېر سيمو کې سختې نښتې هم روانې دي.

نوموړي له لوړپوړو چاروکو وغوښتل چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي اوکه د دغه ولايت د ملي اردو په رهبرۍ او تشکيلاتو کې لازم او جدي اصلاحات را نه شي، نو ناوړې پايلې به ولري.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم په غير مستقیم ډول ملي اردو په دغه ولایت کې د پوليسو پر نه ملاتړ تورنوي.

هغه وايي، که په دې برخه کې ژر تر ژره اصلاحات را نه شي، نو  لوړو پوړو چارواکو او ارګانونو ته به رسمي شکايت او خلکو ته به مراجعه وکړي.

امرخېل زياتوي:  ((زما پيغام هغو امنيتي ادارو ته چې امتيازات اخلي او همکاري نه کوي، دا دى چې له دې کار څخه لاس واخلي، پوليس په يواځې ځان د ولس امنيت ساتي.))

بلخوا د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې يوه ليکنه کړې چې په کې د ملي دفاع له وزير څخه يې غوښتي چې د غزني له لوا ځان خبر کړي او د لوا درنې وسلې دې پوليسو ته ورکړي.

خو په غزني کي د ملي اردو د درېيمې لوا وياند محمدحنيف رضايي بيا د ولايتي شورا د رييس او امنيه قوماندان څرګندونې او ادعاوې ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د دوى ادعاوې هېـڅ حقيقت نه لري، ملي اردو له پوليسو سره يو ځاى د خلکو امنيت ساتي.

ده زياته کړه: ((موږ خيالي سرتېري نه لرو، نه پوهېږم، د ولايتي شورا رييس په کوم استناد دا خبرې کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.