ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب يو اوسېدونکى په شخصي لګښت د لسګونو روږدو درملنه کوي

د فارياب يو اوسېدونکى په شخصي لګښت د لسګونو روږدو درملنه کوي

author avatar
23 Nov 2016 - 00:00
د فارياب يو اوسېدونکى په شخصي لګښت د لسګونو روږدو درملنه کوي
author avatar
23 Nov 2016 - 00:00

 ميمنه(پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د فارياب بلچراغ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو يوه قوماندان په خپل شخصي لګښت د نشه يي توکو لسګونه روږدي له سړکونو او کوڅو راټول کړي او په يوه مناسب ځاى کې يې ورته د درملنې امکانات برابر کړي دي.

د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکي د قوماندان غفور دغه اقدام او نوښت ستايي او وايي چې له دې اقدام وروسته يې په ولسوالۍ کې غلاوې او شکونې کمې شوې دي.

په بلچراغ ولسوالۍ کې د کرنيز کوپراتيف مشر محمد امين پژواک ته وويل:" د روږدو له شره تر پزې راغلي وو، غلاوې زياتې شوې وې، حتى روږد به دروازې، ونې او څاروي غلا کول."

 هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې قوماندان غفور، د بلچراغ ولسوالۍ له کوڅو او بازار نه روږدي را ټول کړل او په يوه مناسب ځاى کې يې درملنه پيل کړه، څه باندې اتيا سلنه غلاوې کمې شوې او خلک راحت شوي دي.

د بلچراغ يوه بل اوسېدونکي اتا مراد وويل چې قوماندان غفور د نشه يي توکو  پلورونکو ته ګواښ کړى که چېرته د خپلو شخصي ګټو لپاره د خلکو له برخليک سره معامله وکړي، ددغه عمل د ليدنې پرمهال به ورسره جدي چلند وکړي او د يوه روږدي د درملنې ټول لګښتونه به پرې حواله کړي.

 

 هغه زياته کړه ، وروسته له هغه چې ياد شوي قوماندان له کوڅې او لارو نه روږدي را ټول کړل، ځايي خلکو ورته بستره، لوښي او ډډوۍ راوړه، د نشه يي توکو يو پلورونکى يې جريمه کړ او د هغه د جريمې له پيسو يې روږدو ته غوښه او خواړه چمتو کړل.

په ورته وخت کې قوماندان غفور پژواک ته وويل ، وروسته له هغه چې د روږدو له لوري يې د ولسوالۍ له خلکو   د غاليو، سولر، د جوماتونو د بطريو او کورونو د توکو د غلا شکايتونه تر لاسه کړل، شاوخوا ٤٠ روږدي يې له کوڅو او بازار نه را ټول کړل او په يوه مناسب ځاى کې يې د ډاکټرانو په مشوره درملنه پيل کړه.

 هغه وويل چې روږدي يې د خوراکي توکو په ګودام کې ځاى پر ځاى کړي، هغوى ته تر هغه پورې چې عادي ژوند ته نه وي راستانه شوي، خوراکي توکي لکه وريجې ، غوښه او نور د اړتيا وړ شيان د خداى په رضا ورکوي او وچه ډوډۍ ورته خلک را وړي.

ياد شوي قوماندان زياته کړه:((د ځينو مجربو ډاکټرانو په مشوره مو د نشې عمل د پرېښودو لارې چارې عملي کړې، هره ورځ يې په يخو اوبو لمبوو، په خوړو کې يې د اس غوښه زياتوو.))

نوموړي وويل چې ددغه روږدو  ډېرى يې ځوانان دي چې د کار لپاره ايران ته تللي او هلته په نشه يي توکو روږدي شوي دي چې کور ته له راستنېدو سره د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځېدلي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.