لومړى تعقيب – کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٥): امنيتي مسوولين وايي، د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په طلايي ښارګوټي کې مقناطيسي ماين چاودلى، خو د تلفاتو په اړه يې تراوسه پورې معلومات نشته.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس مل پاسوال همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د کارته نو په طلايي ښارګوتي کې شوې ده.
ده زياته کړه، لومړني معلومات ښيي چې د چاودنې موخه يو ملي سوداګر و، خو د دې سوداګر هويت يې په ډګه نه کړ.
د دې امنيتي چارواکي په وينا، په سيمه کې د پوليسو څېړنې پيل شوي، خو د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه پورې کره معلومات نشته.
د طلايي ښارګوټي يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د چاودنې غږ زورور و، چې تر ډېر واټن پورې واورېدل شو او په پايله کې يې د نږدې اپارتمانونو ښيښې ماتې شوې دي.
د ده په خبره، د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن