ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د ممیزو ۴۷ ساتنخونې جوړې شوې

پکتیا کې د ممیزو ۴۷ ساتنخونې جوړې شوې

author avatar
23 Nov 2016 - 09:51
پکتیا کې د ممیزو ۴۷ ساتنخونې جوړې شوې
author avatar
23 Nov 2016 - 09:51

ګردېز (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د پکتيا په مرکز او يوه ولسوالۍ کې د ٢٨ ميليونه افغانيو په لګښت د مميزو ٤٧ ساتنخونې جوړې او  ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

پرون د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس ولید احمد تسل وویل چې دا خونې د ګردېز ښار او زرمت په ولسوالۍ کې د شاوخوا اته ويشت ميليونه افغانيو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې هره خونه د ۱۲ ټنه مميزو زېرمه کولو وړتيا لري.

تسل وویل چې دغه خونې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کې جوړې شوې چې ۲۵ سلنه لګښت يې بڼوالو ورکړی او په پلان کې لري چې په راتلونکي کال  به په نورو ولسواليو کې هم دا ډول خونې جوړې کړي.

د ګردېز ښار د پراختيايې شورا رييس محمد نعيم د دې خونو پر جوړېدو خوښي وښوده او دغه چاره يې د بڼوالو د حاصلاتو د ساتنې لپاره ښه اقدام وباله او غوښتنه يې وکړه چې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې دې نورې پروژې هم عملي شي .

نوموړي ډاډ ورکړ چې د دغو خونو په ساتنه کې به بڼوال جدي پاملرنه کوي او غوښتنه يې وکړه چې دا لړۍ دې نورو سيمو ته هم وغځول شي.

په دې غونډه کې يوه بڼوال سيد حکيم د مميزو ساتنخونو له جوړېدو مننه وکړه او زياته يې کړه چې دغه خونې به د مميزو د حاصلاتو په ساتنه کې له دوى سره ډېره مرسته وکړي.

ده له بڼوالو غوښتنه وکړه چې په پکتيا کې د انګورو باغونه  جوړ کړي چې په دې سره به د نورو مېوو د حاصلاتو تر څنګ انګور او ممیز هم ښه بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.