ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د طالبانو له لوري شپږ نيول شوي منسوبين ازاد شول

فارياب کې د طالبانو له لوري شپږ نيول شوي منسوبين ازاد شول

author avatar
24 Nov 2016 - 19:24
فارياب کې د طالبانو له لوري شپږ نيول شوي منسوبين ازاد شول
author avatar
24 Nov 2016 - 19:24

ميمنه (پژواک ٤ ليندۍ ٩٥): د ملي اردو هغه شپږ منسوبين چې تېر کال په فارياب ولايت کې د يوې چورلکې د بېړنۍ ناستې پر د طالبانو له لوري نيول شوي و، خوشي شول.

 د تېر کال د ليندۍ مياشتې په دريمه نېټه د يوې خصوصي کمپنۍ چورلکه، هغه مهال چې له مزارشريف څخه فارياب ته الوتنې په موخه روانه وه، د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې يې بېړنۍ ناسته وکړه.

 هغه مهال د ملي دفاع وزارت ويلي و، چې د چورلکې له ناستې وروسته له وسله والو مخالفينو سره د نښتې پر مهال د يوه بهرني په ګډون د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او د چورلکې په ګډون ١٨ سرتېري د وسلوالو له لوري نيول شوي دي.

 له هغه وروسته د فارياب امنيتي چارواکو ويلي و، چې د نيول شوو کسانو له جملې يوه سرتېري د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

 فارياب کې د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال جنت ګل نن (٤ ليندۍ) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغو کسانو يې شپږ کسان نن له غرمې وروسته شا وخوا ٣ بجې ازاد شوي دي.

سرچينې د دې خبرې سربېره، چې ازاد شوي کسان له ښه روغتيايي وضعيت برخمن دي، زياته کړه چې له طالبانو سره د نورو زندانيانو د ازادولو لپاره هم هلې ځلې پيل شوې دي.

فارياب کې د ملي امنيت ياد چارواکي څرګنده کړه، چې ياد ازاد شوي سرتيري اوسمهال له ملي امنيت سره دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر خپلو کورنو ته تسليم شي.

 يوې امنيتي سرچينې له نوم اخيستو پرته پژواک ته وويل، چې وسله والو طالبانو د يادې چورلکې دوه پيلوټان چې بهرنيان دي، قطر ته لېږدولي او امکان لري چې له هغو ځايونو خپلو هېوادونو ته وسپارل شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې وسلوالو طالبانو د يادو بنديانو د پرېښودو په بدل کې، د فارياب لپاره د طالبانو د نومول شوي زنداني والي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

قاري صلاح الدين تېر کال د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال جنرال دوستم له لوري د پيل شوو عملياتو پر مهال هغه وخت ونيول شو، چې له ياد ولايت څخه پاکستان ته د تلو په حال کې و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.