کابل(پژواک،۵ليندۍ۹۵): ملي دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو ولايتونو کې يې د عملياتو پرمهال ٢٢وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ياد وزارت له خوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ١٢ ولايتونو کې ترسره شوي ، چې په ترڅ کې يې ١٥وسله وال وژل شوي او ٧نور ټپيان دي ، چې په وژل شوو د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم شامل دى .
د سرچينې په وينا، دا عمليات په ننګرهار، پکتيکا ، غزنی، لوګر، کندهار، ارزګان، غور ، هرات، فراه، فارياب، کندوز او هلمندولايتونو کې ترسره شوي .
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه خه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن