کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسون وايي، هېواد يې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي، خو هغه خلک ردوي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
جانسون چې نوى د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزير په توګه ټاکل شوى، د ليندۍ په ٦مه، کابل ته په خپل لومړي سفر کې يې له ولسمشر اشرف غني ، اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره وليدل.
هغه تر يادو ليدنو کتنو وروسته په کابل کې د بريتانيا په سفارت کې يوې خبري غونډې ته وويل، هېواد يې افغانستان سره په نظامي، اقتصادي او سياسي برخو کې همکارۍ کوي.
د جانسون په وينا، دوى د ناټو د روزنيز ماموريت په چوکاټ کې ٥٠٠ سرتېري لري، چې په بېلا بېلو برخو کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.
دغه راز ده وويل، هېواد يې د اقتصادي او سياسي پرمختګونو په برخو کې هم د افغانستان ملاتړ کوي او دې کار ته به ادامه ورکوي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پاکستان د کابل امنيت د کشمير امنيت سره تړلى، وويل چې دوى ته د کابل امنيت ډېر مهم دى.
هغه زياته کړه، داسې لارې چارې بايد ولټول شي، چې له مخې يې په افغانستان او سيمه کې ترهګري وځپل شي.
جانسون وويل: ((موږ د افغان سولې پروسې ملاتړ کوو، خو هغه څوک ردوو، چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.))
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه، چې ډېره وړتيا لري او په دې وروستيو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د امنيت په برخه کې له افغانستان سره همکاي وکړي، څو د دې هېواد ځواکونه وکولى شي ترهګرو سره ښه مقابله وکړى شي.
د نوموړي په وينا، هېڅوک او هېڅ هېواد دې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.
بوريس جانسون وويل، له افغان چارواکو سره يې د ليدنو پرمهال د فساد پر ضد مبارزې باندې يې هم خبرې کړې او په دې برخه کې يې د افغان حکومت د هڅو ستاينه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن