ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنرال دوستم کسانو يو قومي مشر تښتولى

د جنرال دوستم کسانو يو قومي مشر تښتولى

author avatar
26 Nov 2016 - 18:06
د جنرال دوستم کسانو يو قومي مشر تښتولى
author avatar
26 Nov 2016 - 18:06

شبرغان (پژواک ٦ ليندۍ ٩٥): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي، د دې ولايت قومي مشر او د کار ډلې سازمان مسوول انجنير احمد، د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د وسله والو کسانو له لوري تښتول شوى دى.

د انجنير احمد مشر زوى انجنير باتور وويل، جنرال دوستم پرون ماښام د شبرغانو ښار د پل خراسان وزلوبې په لوبغالي کې لومړى د هغه له پلار سره لفظي شخړه کړې، چې له هغه وروسته د دوستم وسله وال کسان ياد لوبغالي ته راغلي او هغه له يې ځانه سره وړى دى.

باتور چې له دې وړاندې د اقچې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې، د جنرال دوستم د وسله والو له لوري د خپل پلار د تښتولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "معلومه نه ده، چې پلار مې يې چېرته وړى دى او تر اوسه پورې له پلاره هيڅ معلومات نه لرم او نه هم کور ته هم راستون شوى."

د انجنير احمد دويم زوى او د جوزجان د ولايتي شورا غړي بابر ايشچي وويل، د دوستم او د هغه د پلار ترمنځ له ډېر وخت راهيسې سياسي اختلافات موجود و، چې پرونۍ پېښه هم د دوى ترمنځ د اختلافونو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "له کله راهيسې مې چې پلار د جنرال دوستم د وسله والو له لوري تښتول شوى، موبايلونه يې بند دي او له موږ سره اړيکه يې هم نه ده نيولې."

ايشچي په دې اړوند نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل: "زه له هېواده بهر وم او اوس په سرحد کې يم او له دې پرته په نور څه نه پوهېږم."

د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن محمودي او د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي، له يادې پېښې بې خبري وښوده.

دوى وايي، په دې اړوند تر اوسه دوى ته کوم شکايت نه دى راغلى او دوى ترې نه دي خبر.

انجنير احمد، چې له دې وړاندې د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند غړى و او د کار ډلې غړيتوب يې هم درلود؛ په شمال د طالبانو له له يرغل وروسته يې په مهمو څوکيو باندې کار کړى دى.

د انجنير احمد مشر زوى انجنير باتور وويل، پلار يې د طالبانو له ماتې وروسته له سياسي کارونو لاس واخيست او له هغه وروسته يې د سيمې د قومي مشر په توګه دنده ترسره کولهو چې پر دې سربېره په کرنيزو کارونو هم بوخت و.

پژواک هڅه وکړه، څو د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د وياند بشير احمد ته ينج نظر هم واخلي، خو له ډېرو اړيکو او ساعتونو انتظار وروسته بيا هم د نظر په اخيستو بريالى نه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.