ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل:  غزني کې مو اته کسیزه جنایتکاره ډله نیولې

امرخېل: غزني کې مو اته کسیزه جنایتکاره ډله نیولې

author avatar
27 Nov 2016 - 13:54
امرخېل:  غزني کې مو اته کسیزه جنایتکاره ډله نیولې
author avatar
27 Nov 2016 - 13:54

غزني ښار (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې يوه اته کسيزه جنايتکاره ډله يې نيولې چې له بېلابېلو ناروا لارو يې له خلکو پيسې ترلاسه کولې.

امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل د ليندۍ په ٧مه نيول شوي کسان خبريالانو ته وښودل او ويې ويل چې په نيول شوو کې درې هغه کسان دي چې له سوداګرو او خلکو به يې لوڅ فلمونه ډکول، وروسته به يې د پیسو په بدل کې له منځه وړل.

د هغه په وينا، دغو کسانو په يوه ځاى کې مخفي کمرې لګولې وې او سوداګر به یې هغه ځاى ته بیول او وروسته به يې له هلکانو سره د دوى فلمونه اخیستل.

امرخېل وايي، دوى په هغو کسانو پسې ګرځېدل چې هلکان به يې خوښېدل او له هلک سره د نا مشروع اړیکو پر مهال به يې په مخفې کامرو فلمونه اخیستل او وروسته به يې په زرهاوو ډالر ترلاسه کول.

د غزني امنیه قوماندان زياته کړه چې له دغو کسانو سره سلګونه لوڅ فلمونه، کمپیوټرونه، مخفې کامرې، سیمکارتونه، بزنس کارتونه، کنډوم او دجنسې اړیکو ډول ډول  درمل ترلاسه شوي دې.

ده وويل چې نيول شوو کسانو د يو شمېر دولتې ادارو له رییسانو هم د لواطت پر مهال فلمونه اخیستي خو دا چې کوم ريیسان دي، تر اوسه نه ده معلومه او په دې اړه یې څېړنې پيل کړې دي.

امنیه قوماندان وایي چې له دوى يې هغه فلمونه هم ترلاسه کړي چې له خلکو يې له هلکانو سره د نامشروع اړیکو پر وخت ډک کړي دې.

محمد اکرم چې په غزني ښار کې د موبلايل شرکت لري او  د کندهار ولایت اوسېدونکی دى، وايي چې دغو کسانو ور نه په لومړي سر کې موبلايل پلورلي وو او وروسته يې دی خپل ځاى ته ور وغوښت.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((کله چې زه ورغلم، نو په يوه کوټه کې يې له یو هلک سره واچولم او هلک راڅخه د جنسي اړيکو غوښتنه وکړه په دې وخت کې له ما څخه په مخفي کمرو فلم اخیستل شوی و.))

د اکرم په وينا، وروسته يې ورته زنګ وواهه چې يا شل زره ډالره راوړي يا دې فلم په انټرنېټ کې خپروي، خو په پنځو زرو ډالرو يې ځان ترې خلاص کړ.

دى وايي، د غزني د امنيې قوماندانۍ جنايې مدیریت ته يې عرض وکړ او وروسته يې د دوى ټولې ټيلېفوني اړیکې ثبت کړې وې چې تېر ماښام د غزني ښار د ترافیکو مدیریت څنګ ته د پیسو ورکولو په مهال د پولیسو له لوري ونیول شول.

د ده په خبره، له دوی سره داسې ورته زیات شمېر فلمونه نور هم موجود وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.