ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغان کې د “وهابيت” ترويج مرکز وتړل شو

شبرغان کې د “وهابيت” ترويج مرکز وتړل شو

author avatar
27 Nov 2016 - 20:12
شبرغان کې د “وهابيت” ترويج مرکز وتړل شو
author avatar
27 Nov 2016 - 20:12

شبرغان (پژواک،٧ ليندۍ ٩٥): شبرغان ښار کې د "احياى سنت" تر نوم لاندې د "وهابيت" مرکز د جوزجان ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست او عالمانو شورا له لوري وتړل شو.

خو د ياد روزنيز مرکز مسوول، له دې اقدام څخه ناخوښي وښوده، ويې ويل چې دا قضيه دې د اړوندو ارګانونو له لوري په کره ډول وڅېړل شي.

د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو رييس مولوي عبدالرحيم اسلاميار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د "احياى سنت" په نوم روزنيز مرکز کې "وهابيت" اړوند مسايل تدريس کېدل چې هغوى يې مخنيوى وکړ.

نوموړي زياته کړه: " دياد مرکز مسوولينو، يو شمېرکسانو ته دې مرکز کې زده کړې ورکولې چې په يو ډول يې هغوى ددين له اصلي لوري څخه منحرف کول."

نوموړي په ډاګه کړه چې دا پرېکړه، د عالمانو شورا له غونډې وروسته ترسره شوه او د ياد مرکز ور وتړل شو.

اسلاميار وويل:" که د دې کار مخنيوى نه و شوى، د ياد مرکز مسوولينو به عامه ذهنونه بدل کړي وو چې پر ټولنه منفي اغېز کاوه."

خو د "احياى سنت" مرکز مسوول مفتي نعمت الله وويل :" زه نړۍ ته چيلنج ورکوم چې اصلاً د وهابيت په نوم هېڅ شى نشته، بلکې دا د دين دښمنانو يوه توطيه ده."

هغه زياته کړه چې نن يو شمېرکسانو له دين څخه د سوداګرۍ ذريعه جوړه کړې ده، هغوى د خلکو ژوندي او مړي استثمار کړي دي.

د نعمت په خبره، دا ډله خلک د حلالې په نوم  متنفر شوى عمل چې د اسلام پيغمبر هغه مردود ګڼلى او لعنت يې پرې ويلى، هغوى د خلکو په عزت او ناموس لوبې کوي او له دين څخه يې يو مارکيټ جوړ کړى دى.

نوموړي وويل: "په داسې حال کې چې موږ غوښتل د دې مرکز له لارې د اسلام رښتونى انځور خلکو ته وړاندې کړو، خو يادو کسانو چې کله وليدل چې له واقعي اسلام څخه د خلکو خبرېدل، د هغوى سوداګري زيانمنه کوي، موږ ته يې ستونزه جوړه کړه، زموږ روزنيز مرکز يې ويجاړ او ټول وسايل يې ترې لوټ کړل."

نعمت ادعا وکړه چې هغوى زموږ د روزنيز مرکز کتابونه او قران شريفونه کوڅې ته غورځولي دي او د مرکز دروازه يې وتړله .

نوموړي زياته کړه: "ايا د دې چارې څېړلو لپاره کومه مرجع موجوده نه وه؛ امنيتي مسوولين نه پوهېدل چې دې مرکز کې کوم مسايل تدريس کېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.