ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٦٨  قضيو ته رسيده ګي شوې

په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٦٨ قضيو ته رسيده ګي شوې

author avatar
28 Nov 2016 - 16:13
په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٦٨  قضيو ته رسيده ګي شوې
author avatar
28 Nov 2016 - 16:13

مهترلام (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه په لغمان ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۶۸ بېلابېلو قضيو ته رسېده ګي شوې ده.

په لغمان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ د ليندۍ په ٨مه د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه چې په کې پر والي عبدالجبار نعيمي سربېره د دغه ولايت ملکي او نظامي چارواکو، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ولايتي ادارې يو شمېر مسوولينو، ښځينه مدني فعالانو او ګڼ شمېر مېرمنو ګډون کړی و.

د لغمان والي په ټولنه کې د مېرمنو د ونډې او اغېزمن رول په تړاو وويل چې د جهالت پر وړاندې مبارزه، د قانون حاکميت او تطبیق او په ټوله کې د عدالت تامينېدل هغه څه دي چې په يوې ټولنه کې د ټولو بدمرغيو مخه نيسي.

هغه زياته کړه، د دې لپاره چې په ټولنه کې  د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه کړې وي، په کار ده چې اړونده قضيو ته په خپل وخت رسيده ګي وشي، عدالت تامين شي او د دې ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه تطبیق شي.

وروسته د ښځو چارو رييسې نسيمې شفيق سادات د خپل اړونده وزارت د وزيرې دلبر نظري د پيغام په لوستو سربېره د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د مخنيوي، د مېرمنو د حقونو، د ټولنې پر وړاندې د مېرمنو د مسوليتونو او د اولادونو د ښې پالنې او روزنې په تړاو خبرې وکړې .

هغې زياته کړه چې په روان لمريز کال کې په دې ولايت کې د ښځوپر وړاندې د تاوتريخوالي  ٦٨ قضيې ثبت شوې دې، چې تولو ته رسيدګي شوې ده.

د مېرمن سادات په وينا، ځينې قضيې دوى په خپله هواره کړې او ځينې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.