ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي له بنده تښتېدلي

نیمروز کې د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي له بنده تښتېدلي

author avatar
28 Nov 2016 - 14:46
نیمروز کې د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي له بنده تښتېدلي
author avatar
28 Nov 2016 - 14:46

زرنج (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): په نيمروز ولايت  کې امنيتي سرچينې وايي چې د نشه يي پر قاچاق تورن څلور بنديان د امنيې قوماندانۍ د نظارت خانې له نوکريوال سره د جوړجاري په پايله کې تښتېدلي دي.

د نيمروز امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې له دغو کسانو درې يې د نيمروز له کنګ ولسوالۍ نه  د ٢٠ کيلوګرامه ترياکو د قاچاق او يو بل له ١٦٨ کيلوګرامه هيروينو سره د سرحد په صفري ساحه کې ايران ته د يادو موادو د لېږد پر مهال چې د تېلو ټانکر کې يې ځاى پر ځاى کړي وو، نيول شوى و.

سرچينې زياته کړه: ((دغه کسان د پوليسو د يوه ساتمن په مرسته چې د نيمروز امنيې قوماندانۍ د نظارت خونې نوکريوال و، توانېدلي چې له ساتمن نوکريوال سره يو ځاى وتښتي، خو د دغو کسانو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې چې تر اوسه يې پوليس پر نيولو نه دي توانېدلي.))

د نيمروز يوه بل پوليس چارواکي وويل چې دغه کسان د تېرو ٢٠ ورځو په ترڅ کې نيول شوي وو او ټاکل شوې وه چې يوه يا دوې ورځې وروسته د دوسيې د څېړنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.

د ويلو ده چې دوې مياشتې وړاندې هم د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د نيمروز ولايتي شورا د يوه غړي په ضمانت د ولايت له زندانه خوشی شو او بېرته زندان ته را نه غى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.