ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Nov 2016 - 15:36
د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Nov 2016 - 15:36

کندهار (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د کندهار د نېښ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، لسګونو وسله والو د دې ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغوى دا هم وايي چې وسله والو د نېښ په حاجي علم، شنه کارېز او شهرک سيمو کې د پوليسو درې پوستې نيولې دي.

ولايتي مسوولين په نېښ کې جګړه مني، خو د پوستو نيول کېدل نه مني.

د نېښ ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي حنيف خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دې ولسوالۍ ته له غورک او د اروزګان له ترينکوټ څخه لسګونه وسله وال راغلي او پر امنيتي پوستو يې بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، تېره شپه د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې چې پوليسو يې پر وړاندې تر سهاره مقاومت کړى، خو وسله وال توانېدلي چې له پوليسو څخه درې امنيتي پوستې ونيسي.

نوموړي دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه لرل، خو ويې ويل چې اوس هم د دواړو لورو تر منځ جګړه دوام لري او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

حنيف خان وايي، په تېرو ١٦ کلونو کې دا لومړى ځل دى چې وسله وال په نېش ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو څخه پوستې نيسي.

د ده په خبره، تر دې وړاندې وسله والو پر امنيتي پوستو بريدونه کول، خو له لنډې جګړې وروسته به بيرته پر شا کېدل.

نوموړى يې لامل په اروزګان کې د وسله والو مخکې تګ ګڼي چې په تېرو څو مياشتو کې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ تر څنډو ورسېدل.

دى وايي، دا چې نېښ ولسوالي ترينکوټ ته نږدې پرته ده، نو د دغه ولايت جګړو دغه ولسوالي هم اغېزمنه کړه.

د نېښ ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګڼ شمېر وسله وال له غورک ولسوالۍ څخه هم دغې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره راغلي چې په ګاونډ کې يې پرته ده.

د ده په خبره، څو اوونۍ مخکې سلګونه وسله وال غورک ولسوالۍ ته راغلي وو او هلته يې د ملي اردو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې ګڼ شمېر سرتېري په کې ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.