ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې  يوه ٥١ کلن سړي ځان زندۍ کړى

په جوزجان کې يوه ٥١ کلن سړي ځان زندۍ کړى

author avatar
29 Nov 2016 - 17:54
په جوزجان کې  يوه ٥١ کلن سړي ځان زندۍ کړى
author avatar
29 Nov 2016 - 17:54

شبرغان(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د جوزجان اقچې ولسوالۍ کې دوه کسان پر ډز وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي، همدارنګه په ياده ولسوالۍ کې يوه ٥١ کلن سړي ځان زندۍ کړى دى.

د جوزجان ولايت امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې ناپېژانده وسله والو د اقچې په چکش کلي کې د محمد قاسم کور ته ورغلي، محمد قاسم او مېرمن يې پر ډزو وژلي دي.

 نوموړي زياته کړه چې دغو وسله والو کسانو يو نارينه او دوه ښځې چې د همدې کورنۍ غړې وې، ټپي کړې دي.

هغه په ډاګه کړه:((تر اوسه څرګنده نه ده چې يادو کسانو د محمد قاسم د کورنۍ غړو ته ولې مرګ ژوبله اړولې ده، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې او تر اوسه يې د پېښې په تړاو کره اسناد نه دي تر لاسه کړي.

د جوزجان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې د قضيې عاملين د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو امنيتي ځواکونه يې د نيولو هڅې کوي.

 د جوزجان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې د وژنې د قضيې عاملين د پېښې له ځايه تښتېدلي او امنيتي ځواکونه يې د پېژندلو په لټه کې دي.

هغه همدارنګه زياته کړه چې ٥١ کلن حاجي اميد تېره شپه د اقچې په مرکز کې ځان زندۍ کړى دى.

د امنيت امر په خبره، دغه کس په اقچې ښار کې د غاليو د تارونو د پلور هټۍ درلوده او تېره شپه يې ځان د غالۍ په تار زندۍ کړى، خو د ځان وژنې لامل يې تر اوسه پورې نا څرګند دى.

د افچې ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکتر نجيب الله وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو دوه مړي او درې ټپيان روغتون ته ور وړي دي.

 هغه زياته کړه:((دوه ښځې او يو نارينه چې د چره ييز ټوپک د ډز په پايله کې ټپي شوي وو، د سختو زخمونو له امله د شبرغان ښار روغتون ته ولېږدول شول.))

هغه همدارنګه وويل چې ٥١ کلن سړي د اقچې ښار مرکز کې ځان وژنه کړې او ډاکټرانو معلومه کړې چې په غاړه کې يې د زندۍ نښه شته او همدا يې د مرګ لامل شوې ده.

نجيب وويل چې د هغه د بدن په نورو برخو د وهلو ډبولو نښې نه دي ليدل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.