ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګازډبې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ټپيان کړي

د ګازډبې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ټپيان کړي

author avatar
30 Nov 2016 - 15:35
د ګازډبې چاودنې څلور کسان وژلي او دوه یې ټپيان کړي
author avatar
30 Nov 2016 - 15:35

شبرغان (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په يوه نانوايي کې د ګازډبې د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت الله امين زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ګازډبه نن سهار د اقچې ښار په يوه نانوايي کې چاودېدلې ده.

هغه زياته کړه: ((د نانوايي شپږ کار کوونکو غوښتل چې د ګازو ٢٠ کيلويي بالون نانوايي ته د کارولو لپاره دننه کړي، خو د سړي هوا په سبب ګاز نه لګېده، دوى تر بالون لاندې اور بلوي، څو بالون لومړى ګرم شي او وروسته يې له ګاز نه په تنور کې کار واخلي.))

نوموړي زياته کړه چې د ګازو ډبه ډېره ګرمه شوې او چاودلې ده چې څلور کسان په کې ځاى پر ځاى وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.))

د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د نانوايي په اور لګېدنه کې د اور لمبې د اوړو يوې هټۍ ته خپور شوی او مالي زيانونه يې اړولي دي.

امين زاده وويل: ((د پېښې قربانيان او ټپيان د امنيتي ځواکونو له لوري د اقچې روغتون ته لېږدول شوي او د ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ اور وژونکى ځواک په دې وتوانېده چې اور نورو هټيو ته له تګ مخکې کنټرول کړي.))

د اقچې ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر نجيب الله فرهنګ وويل چې د پېښې د څلورو قربانيانو مړي له پېژندو وتلي، دوى د ګازډبې له چاودنې وروسته تر خاورو لاندې پاتې وو او مړي يې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د هغه په خبره، د پېښې دوه ټپيان د مخ او لاسونو په برخو کې سوځېدلي چې ټپونه يې ژور نه دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.