جلال اباد (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۹۵): د ننګرهار د پچيراګام ولسوال وايي چې د پاس پچير سيمه تر څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته بېرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
حاجي ميرباز خان دا څرګندونې د لېندۍ په ۱۰مه له پژواک اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې او زياته يې کړه چې د سيمې خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.
هغه وايي چې اوسمهال په سيمه کې سروې پيل شوې چې د داعش په جګړه کې څومره ملکي وګړي وژل شوي، څومره کورونه سوځېدلي او نور يې څومره زيان اړولی دی.
ولسوال زياته کړه: ((داسې خاص خو څه نه شو ويلی؛ خو د لومړنيو معلوماتو له مخې يوازې د پاس پچير سيمې په دوو کلو کې ۲۶ کورونه سوځېدلي دي.))
د پچيراګام ولسوال وايي چې د جګړې په ډګر کې د يو شمېر وژل شوو داعش وسله والو جسدونه هم پاتې شوي او ملکي خلک هم پراته دي چې د ډېرو هغو جسدونه يې له پېژندګلوي وتلي دي.
ميرباز خان په سيمه کې د امنيت د دايمي ټينګښت په اړه وويل چې شاوخوا ۱۵ نوې پوستې به جوړېږي کېږي او په کې به د سيمي ۵۰۰ پاڅونوال ځای پر ځای کېږي.
دی ډاډ ورکوي چې د امنيتي ځواکونو څو پوستې به هم ورغول شي چې بيا هلته د داعش د راتګ لپاره ټولې لارې وتړل شي.
بلخوا د پچيراګام ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک عزت خان پژواک ته وويل چې په جګړه کې دوه سوه کورونه سوځېدلي او لومړني معلومات همدا دي چې د وژل شوو ملکي وګړو شمېر لا هم هماغه ۱۳ کسان دی.
هغه غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د امنيت د ټينګ لپاره ولسي پاڅون کوونکي وسله وال کړي او هم نورې امنيتي پوستې او قرارګاوې جوړې کړي.
عزت خان وړاندې وويل: ((زموږ شاوخوا ۶۵ ملکي وګړي لا هم له داعش وسله والو سره دي او له ولس سره يوازې همدومره تمه ده چې که د وژل شوو داعش وسله والو له جسدونو سره يې تبادله کړي.))
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سيمې اوسېدونکي په جګړه کې ډېر زيانمن شوي او بايد چې ورسره عاجلې مرستې وکړي او هم دې د داعش په لاس د نيول شوو ملکي وګړو غم وخوري.
دغه راز د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په سيمه کې د ملکي خلکو د زيانونو د بررسۍ تر څنګ چاڼيز عمليات هم روان دي او ډېر ژر به هلته مرستې ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن