ګردېز (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د پکتيا يو شمېر قومي مشران وايي چې د اجرائيه رياست د کار موده سر ته رسېدلې او تر څنګ يې د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي کمېشنران هم ورته د منلو وړ نه دي.
دغه قومي مشران د ګردېز ښار د جرګو په تالار کې سره راټول شوي وو او پر پکتيا سربېره د ګاونډيو ولايتونو مشرانو هم په کې برخه اخيستې وه.
قومي مشر پاچا خان ځدراڼ وويل، د اجرائيه رياست د کار موده پای ته رسېدلې او په کار ده چې لويه جرګه را وغوښتل شي څو د دولت برخليک وټاکي.
نوموړي وويل، د اجرائيه رياست له چارو ټول ولس ناخوښ دى او د هېواد په سياسي چارو کې د پرمختګ خنډ ګرځېدلی دی.
ده وويل د ټاکنيزو کمېسيونونو نوي ګومارل شوي کمېشنران د حکومت د دوو مشرانو په خوښه ټاکل شوي چې په پارلماني ټاکنو کې به د دغو مشرانو په خوښه کسان هم کاميابېږي نو دغه کسان دوى ته د منلو وړ نه دي.
ځدراڼ وويل، د هېواد سياسي وضعيت ته په کتو سره ورځ تر بلې حالات خرابېږي او لوی ګواښ چې په راتلونکي کې ولس ته متوجه دی، د داعش قوي کېدل او فعالېدل دي.
په قومي چارو کې د پخوانی ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وويل چې حکومت بايد په دې دوو مياشتو کې د اجرائيه رياست برخليک معلوم کړى واى.
ده وويل، حکومت په ډېرو هغو ژمنو کې چې له خلکو سره يې کړې دي، پاتې راغلی دی.
مسعود هم د ټاکنیزو کمېسيونونو د نوو کمېشنرانو پر ټاکل کېدو نيوکه وکړه او ویې ويل چې دغه کمېشنران د دوو مشرانو په خوښه ټاکل شوي دي.
ده وويل، د دې ټولو ستونزو د لرې کېدو لپاره اړتيا ده چې لويه جرګه را وغوښتل شي تر څو دې ستونزو ته د حل لاره وګوري.
مدني فعال شفيق الله سحر وويل چې ولسونو اوس دا درک کړې او د خپلو مشرانو پر ښو او بدو کارونو پوهېږي.
ده وويل چې د دولت اوسنۍ کمزورتيا او ستونزې به د يوې اوږدې مودې لپاره پاتې شي او پر خلکو به بدې اغېزې هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن