ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نامعلومو وسله والو څلور ملکي وګړي وژلي

نامعلومو وسله والو څلور ملکي وګړي وژلي

author avatar
1 Dec 2016 - 14:01
نامعلومو وسله والو څلور ملکي وګړي وژلي
author avatar
1 Dec 2016 - 14:01

جلال اباد (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې نامعلومو موټرسايکل سپرو وسله والو په ننګرهار ولايت کې څلور ملکي وګړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، نا معلومو وسله والو چې پر موټرسايکل سپاره وو، پر ملکي وګړو ډزې کړې او  څلور  تنه يې چې ټول نارينه او لويان وژلي دي.

د نوموړي په وينا، بريدګر تر پېښې وروسته تښتيدلي دي او امنيتي ځواکونو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خوږياڼی د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې وايي چې ياد کسان د پچيراګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي او له  جلال اباد څخه چپرهار ولسوالۍ ته پر لاره وو چې په لاره کې پرې بريد شوی دی.

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل امنيتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې عاملين ژر تر ژره تثبيت کړي او د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادونې ده، په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش وسله وال مېشت وو چې له امله يې سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډوالې شوې دي.

پرون د ننګرهار ولايت چارواکو اعلان کړى و چې پچيراګام ولسوالي يې له داعش وسله والو پاکه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.