ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ظفر قول اردو قوماندان په جنازه کې ګډون وکړ

ولسمشر غني د ظفر قول اردو قوماندان په جنازه کې ګډون وکړ

author avatar
1 Dec 2016 - 12:52
ولسمشر غني د ظفر قول اردو قوماندان په جنازه کې ګډون وکړ
author avatar
1 Dec 2016 - 12:52

هرات (پژواک،١١ ليندۍ ٩٥): د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندان او بادغيس کې د لوېدلې چورلکې د پيلوټ جنازې نن په هرات ښار کې د ولسمشر په ګډون د لوړپوړ چارواکو له خوا خاورو ته وسپارل شوې.

دوه ورځې مخکې په بادغيس کې د چورلکې لوېدو له امله د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان ډګرجنرال محي الدين غوري او د چورلکې پيلوټ ډګرمن عبدالواسع مړه شول او د بادغيس د ولايتي شورا او امنيت رييسان له يو شمېر نورو افسرانو سره ټپيان شول.

د يادو کسانو د جنازې په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي،د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي، پخواني جهادي مشر محمد اسماعيل او يو شمير نورو دولتي چارواکو او عامو خلکو ګډون کړى وو.

په دې مراسمو کې غني وويل چې په هيواد کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې له جنرال غوري څخه مشورې اخيستې او د هغه لارې ته به ادامه ورکوي.

دغه راز ولسمشرغني، غوري ته له تورن جنرالۍ څخه د ډګرجنرالۍ او عبدالواسع ته له جګړنۍ څخه د ډګرمنۍ رتبې هم ورکړې.

وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د يادو کسانو جنازې د هرات ښار د عبدالله انصار زيارت ته څېرمه خاور ته وسپارل شوې.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.