شبرغان (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٥): د جوزجان يو بېوزله بزګر وايي، د سختې اقتصادي ستونزې له امله د خپل ناروغ ماشوم درملنه نه شي کولى او که د ماشوم درملنه يې ونه شي، نو د ليدو نعمت به لاسه ورکړي.
شپږ کلن ثناءالله هغه ماشوم دى، چې له يو ځلې عملياتو وروسته بيا هم نه دى روغ شوى، چې اوسمهال د سترګو له درد سخت ځوريږي او بد حالت کې شپې او ورځې سبا کوي، چې کورنۍ يې د سختې بېوزلۍ له امله د هغه درملنه نه شي کولى.
د ياد ماشوم پلار چې د مرستې ترلاسه کولو په موخه د جوزجان د کار او ټولنيزو چارو رياست ته راغلى و، وويل چې ثناءالله مور نه لري او له مودې راهيسې د سترګو په ناروغۍ اخته دى.
د ثناءالله پلار حاتم چې د قوش تپې ولسوالۍ د جرقدوق کلي اصلي اوسېدونکى دى، زياته کړه: "خپل ماشوم مې يو ځلې د بلخ ولايت د نور روغتون ته يووړ، چې په ياد روغتون کې د ډاکټرانو له لوري ورته عمليات وشول، خو ماشوم مې نه يواځې چې جوړ نه شو، بلکې سترګه يې د ټپ له امله پړسېدلې او په بد حالت کې دى."
نوموړي وويل، يو ځلې يې زوى د درملنې لپاره پاکستان ته هم بېولى، خو د اقتصادي ستونزې له امله يې ونه شو کولى د هغه د سترګو بشپړه درملنه وکړي.
حاتم زياته کړه: "څه موده وړاندې مې خپل بچى يو ځل بيا د هغه د سترګې درد د کموالي لپاره مزارشريف ته يووړ او له ډاکټرانو مې د خپل بچي د برخليک ټاکلو غوښتنه وکړه، چې يا يې هم درد وردوا کړي او يا يې هم ژوند ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه ثناءالله د سترګو د ټپ درد نه شي زغملى او زه اړ يم چې هغه ته د درد پېچکاري وکړم."
د ياد ماشوم د پلار په وينا، نوموړى اوس د خپل زوى د سترګو د عملياتو مالي توان او وس نه لري.
هغه زياته کړه: "نه پوهېږم چې څه وکړم، د همدې لپاره د کار او ټولنيزو چارو رياست ته راغلى يم، څو د خپل زوى د سترګو درد د ارامولو لپاره يوڅه وکړم."
د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مشر عبدالرشيد منصوري وويل: "موږ به د ياد ماشوم د ستونزې د حل لپاره ژر يو کميسيون جوړ کړو، څو د هغه لپاره يو بانکي حساب خلاص کړو او له بېلابېلو سرچينو ورسره مرسته وشي."
نوموړي په داسې حال کې چې د کميسيون د جوړولو موده په ډاګه نه کړه، زياته کړه چې په دغه کميسيون کې به د بېلابېلو ادارو استازي شامل وي، څو له يادې لړۍ سمه څارنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن