ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني او مودي د دفاعي اړيکو په پراختيا خبرې کوي

اشرف غني او مودي د دفاعي اړيکو په پراختيا خبرې کوي

author avatar
3 Dec 2016 - 12:10
اشرف غني او مودي د دفاعي اړيکو په پراختيا خبرې کوي
author avatar
3 Dec 2016 - 12:10

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): هند ته د سفر پر مهال به ولسمشر اشرف غني د دغه هېواد لومړي وزير سره د دفاعي اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.

‌ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني د استانبول پروسې د اسيا زړه دوه ورځني کنفرانس کې په دويمه ورځ غونډه کې ګډون وکړي.

دغه کنفرانس نن د ليندۍ په ١٣مه، د هندوستان د پنجاب ايالت په امرتسر ښار کې پيل شوى دى.

هندي رسنۍ  (دي هند) خبر و رکړى چې ولسمشر اشرف غني به په ياد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي سره ‌ځانګړې ليدنه هم  وکړي.

سرچينې زياته کړې چې د نورو پوځي مرستو ترڅنګ هندوستان افغانستان ته څلور پوځي چورلکې هم سپارلې دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې ليدنه کې پر نورو دفاعي همکاريو هم خبرې وشي.

د هندي رسنۍ په راپور کې راغلي چې د اشرف غني او نريندرا مودي ترمنځ به په ليدنه کې د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او اقتصادي اړيکو پر پراختيا هم خبرې وشي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.