کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني عربي متحده اماراتو ته له رسمي سفر وروسته د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه هند ته روان شو.
له ارګ څخه د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په دویمه ورځ نن ماسپښین د یاد هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې د " ترګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې ګډون وکړ.
د دې کنفرانس په وروستۍ برخه کې پر ولسمشر غني سربېره، د فرانسې ولسمشر فرنسوا اولاند او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو مقاماتو او د نړيوالو سازمانونو استازو چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت لري، حضور درلود.
سرچينې زياته کړې چې د دې کنفرانس په پای کې اعلامیه خپره شوه او په هغه کې څرګنده شوه چې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق ایجاد شي.
فرانسې د یاد صندوق لپاره د ۳۰ میلیون ډالر مرستې ژمنه وکړه او د نړۍ له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د نړۍ د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره چې تر ګواښ لاندې دي، خپله ونډه ادا کړي.
ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته د خپل رسمي سفر په پای کې نن ماسپښین د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه له ابوظبۍ څخه هند ته روان شو.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني سبا د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې د اسیا زړه کنفرانس کې چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او مقامات حضور په کې لري، ګډون وکړي او په افغانستان کې د سولې د تامین د لارو، د افغانستان د لاسته راوړنو او اقتصادي همکاریو په اړه وینا وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن