ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منګل: د پچيراګام په جګړه کې وران شوي تاسيسات او کورونه بیارغول کېږي

منګل: د پچيراګام په جګړه کې وران شوي تاسيسات او کورونه بیارغول کېږي

author avatar
4 Dec 2016 - 16:21
منګل: د پچيراګام په جګړه کې وران شوي تاسيسات او کورونه بیارغول کېږي
author avatar
4 Dec 2016 - 16:21

جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار والي وايي چې د پچيراګام ولسوالۍ په وروستۍ جګړه کې ټول ړنګ شوي دولتي تاسيسات او کورونه به له سره ورغول شي او هم به په دې ولسوالۍ کې نورې رغنيزي پروژې پلې شي.

محمد ګلاب منګل چې پرون (د ليندۍ ۱۳مه) يې دې ولسوالۍ ته سفر کړی و، په سيمه کې يې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال دا څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په رهبرۍ او د ګډو افغان امنيتي ځواکونو په پرله پسې هلو ځلو له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته له سيمې داعش وسله وال پر شا وتمبول شول او اوس وضعيت عادي شوی دی.

د والي په وينا، اړوندو ادارو په سيمه کې سروې شروع کړې او له ټولو زیانمنو شوو کورنيو سره به تر سروې وروسته مرستې ترسره شي.

ګلاب منګل وړاندې وويل: ((د ټولو سوځېدلو کورونو، ښوونځيو او کلينکونو په اړه به سروې بشپړه شي او ډېر ژر به يې د بيارغونې په برخه کې لازم ګامونه پورته شي.))

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزير وويل چې په کورونو کې د ملکي خلکو موجوديت په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د دوی جګړه له خنډ سره مخ کړې وه.

دی وايي، د دوی سرتېري د ختيځ په ګوټ ګوټ کې د دولت د هر ډول مخالفې وسله والې ډلې سره د جګړې او مقابلې توان لري خو ټينګار کوي چې وسله وال ملکي خلک د سپر په توګه کاروي؛ ځکه د دوی عمليات له ځنډ سره مخې ته ځي.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري چې په همدې ورځ  پچيراګام ولسوالۍ ته تللی و، د دې ولسوالۍ په ياسين بابا سيمه کې پژواک اژانس ته وويل چې اوس وضعيت عادي شوی او ګڼې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

خو د ولايتي شورا دغه غړی وايي چې په وروستۍ جګړه کې ګڼو خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زيانونه هم اوښتي چې حکومت يې باید ژر تر ژره ستونزې حل کړي.

د پچيراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک کمین د داعش له ظلمونو او د ملي امنیتي ځواکونو له مېړانې څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه: ((داعش په بې رحمه ډول زموږ ماشومان، مېرمنې او نور پر شهادت ورسول، څاروي، کورونه او باغونه یې را له له منځه یووړل.))

ملک تور هم د پچیراګام ولسوالۍ بل قومي مشر دی، هغه وایي، داعش ورباندې ډېر ظلمونه وکړل، تر پنځوس تنو پورې یې د دوی ماشومان، مېرمنې او لویان ووژل او لسګونه کورونه يې ورته وسوځول.

د يادولو ده، د ننګرهار والي دې ولسوالۍ ته په خپل پروني سفر کې هلته مېشت سرتېري وستايل او ونازول چې په جګړه کې يې برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.