غزني ښار (پژواک،١٤ليندۍ٩٥): په غزني کې پوليسو، يو سيمه ييز پوليس او څلور پاڅون کوونکي د غلا په تور نيولي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد قاهر ناصري د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو د غزني-پکتيکا پر لويه لار د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو سيمه ييز پوليس او څلور پاڅون کوونکي د غلا په تور نيولي دي.
ده زياته کړه، دغو کسانو به د ټوپک په زور له خلکو څخه پيسې، موټر او نور قېمتي توکي اخيستل.
هغه وايي: ((په وار وار موږ ته خلکو شکایت کړى و ، چې پر لویه لاره پاڅون کوونکي او سیمه يیز پولیس پیسې اخلي، تر هغه چې و مو نيول.))
د ناصري په وينا، څو ځلې په اندړو کې له پاڅون کوونکو سره مرستې شوې دي، خو دوى بيا هم خلک ځوروي.
د پکتيکا-غزني لويې لارې موټر چلوونکي محمد علم پژواک ته وويل، ډېرى وخت په دې لاره کې پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس له عامو خلکو او موټر چلوونکو څخه په زوره پيسې اخلي.
هغه زياته کړه: ((که څوک يې ور نه کړي، بيا يې وهي.))
ده ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه بايد ټول هغه کسان ونيسي چې د خلکو په ځورونه کې لاس لري.
د غزني د پوليسو د معلوماتو له مخې، د کال له پيل څخه د سيمه ييزو پوليسو او پاڅون کوونکو په ګډون څه د پاسه دوه سوه تنه د غلا په تور نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن