ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که پر لارو له موټرو د ناقانونه پيسو اخيستو مخنيوى ونه شي نو خپل  موټر  به ودرو”

“که پر لارو له موټرو د ناقانونه پيسو اخيستو مخنيوى ونه شي نو خپل موټر به ودرو”

author avatar
5 Dec 2016 - 18:20
“که پر لارو له موټرو د ناقانونه پيسو اخيستو مخنيوى ونه شي نو خپل  موټر  به ودرو”
author avatar
5 Dec 2016 - 18:20

کابل(پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۵): د افغانستان د باروړونکو موټرو ټولنه ګواښ کوي  چې که پر لارو له موټرو د ناقانونه پيسو د اخيستو مخنيوى ونه شي، نو خپلې موټر  به ودروي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ١٥مه کابل کې د يادې ټولنې مشر طلامحمد اتمانزي د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د هغه په وينا، پوليس او د ښارواليو کارکوونکي پر لويو لارو له موټرو په بېلابېلو نومونو پيسې اخلي او د لوړ تناژ موټرو د ميزان کولو کارکوونکي هم همدا کار کوي.

ده وويل چې دوى د قانوني محصول او ماليې ورکړې ته چمتو دي، خو بايد له هغوى څخه په ناقانونه ډول د پيسو د اخيستو مخه ونيول شي.

هغه وويل ، د دې ټولنې ځينې موټر پر ته له دې چې کار وکړي، د څو کلونو ماليه او جريمه پرې راغلې ده.

د ده په وينا، پر ولاړو موټرو ماليه وضع کول قانوني نه دي، ځکه چې د قانون له مخې ماليه پر عوايدو وضع کېږي.

اتمانزي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه د جريمې پيسې وبښي او د ماليې پيسې په قسطونو وويشي تر څو دوى وکولاى شي دغه پور پرې کړي.

د ده په وينا، د ستونزې د اساسي حل په موخه دې ولسمشر فرمان صادر کړي او که د قانون تعديل ته اړتيا وي قانون دې  تعديل کړي.

اتمانزی وايي:" که چېرې زموږ دغه غوښتنې ونه منل شي او زموږ حق په لارو کې زورواکي چور کړي، نو موږ پرېکړه کړې چې د روانې مياشتې له ۲۲ مې نېټې وروسته خپل ټول موټر دروو او بيا به د هرې ممکنه ستونزې پړه د حکومت پر غاړه وي."

هغه وويل چې د ډېورنډ له کرښې هغه خوا هم د دوى له موټرو څخه په ناقانونه ډول پېسې اخيستل کېږي او موټرچلوونکي يې وهل کېږي او سپکاوى ورته کېږي.

ده له بهرنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنايع خونې مرستيال خانجان الکوزي وويل چې يواځې د هرات له اسلام کلا بندره تر کابله ۴۲ پوستې دي چې په ناقانونه ډول له سوداګر او موټرچلوونکو پيسې اخلي؛ خو څوک يې مخه نه نيسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.