ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې ګڼ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

په باميانو کې ګڼ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

author avatar
6 Dec 2016 - 13:40
په باميانو کې ګڼ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي
author avatar
6 Dec 2016 - 13:40

باميان (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): په باميانو لايت کې ګڼ ماشومان د بېوزلۍ له امله اړ دي چې په سختو شرايطو کې د کمې مزدورۍ په بدل کې درانه کارونه وکړي چې له امله يې له زده کړو او ښوونځي بې برخې کېږي.

سميع الله له بامياني ماشومانو يو دى چې د خپل کور تودولو لپاره خس ټولوي. نوموړى پنځلس کاله عمر لري او وايي چې پر سختو کارونو بوخت وي او نه شي کولى چې ښوونځي ته لاړ شي، خو له ښوونځي سره ډېره مينه لري.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((هر سهار وختي په تياره کې پاڅېږم، د بوټو راوړلو لپاره درې ساعته پلى مزل کوم او هلته په يوه غره کې بوټي ټولوم، په راتګ کې بيا هم درې ساعته وخت تېرېږي، له ځان سره وچه ډوډۍ وړم چې غرمه مهال يې وخورم.))

دغه بامياني ماشوم زياته کړه: ((پلار مې معيوب دى، کار نه شي کولى، زه او مور مې د کورنۍ لګښتونه پوره کوو، مور مې هره ورځ د خلکو په کورونو کې د جامو او غاليو وينځلو له لارې د لاس مزدوري تر لاسه کوي او د کورنۍ لګښت پوره کوي.))

سميع الله چې په يوه پنځه کسيزه کورنۍ کې له خپل پلار، مور او دوو وړو خويندو سره ژوند کوي، له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((نه شم کولى چې زما له وضعيت نه د ښه خبرېدو په موخه دې کور ته بوځم، پلار مې غوسه کېږي؛ ځکه چې د خپلو ستونزو په اړه يې خبرې نه خوښېږي، پلار مې وايي چې څوک مو په درد نه خوري، هر څه چې وي بايد ويې زغمو.))

دغه پنځلس کلن ماشوم زياته کړه چې ډېرى ورځې اړ کېږي چې د خپلې کورنۍ لپاره له بازار او د ښار په هوټلونو کې د خوړو پاتې شوني راوړي.

محمد يقين يو بل بامياني ماشوم دى چې هره ورځ دهقاني کوي، دى وايي چې هره سهار کروندو ته ځي او له نورو سره د کرکيلې کار مخې ته وړي.

نوموړى چې ١٤ کلن دى، د سواد له نشتوالي سخت ځورېږي.

دغه ماشوم چې د ژوند دروند پېټې يې په خپلو نازکو اوږو پورته کړى، په داسې حال کې چې په څېره کې يې د سرګردانۍ او ستړيا نښې له ورايه څرګندې وې، وويل: ((پلار مې زوړ او کمزورى دى، اړ يم چې کار وکړم، څو د خپلې کورنۍ خرڅ او خوراک برابر کړم.))

هغه زياته کړه چې له ښوونځي سره يې زياته لېوالتيا درلوده، خو ژوند ورسره ملګري ونه کړه او تل د خلکو په کروندو کې درانه کارونه کوي، څو د ورځې په پاى کې نا څيزه مزدوري تر لاسه کړي.

د باميانو ولايت د مدني بنسټونو د ټولنې (مجما) مشر حسين داد احمدي وايي چې درانه کارونه د دې سبب شوي چې په باميانو کې ګڼ شمېر ماشومان ښوونځي ته له تګ او زده کړو پاتې شي او داسې کوم ځانګړي پروګرام هم نشته چې د ماشومانو د سخت کار مخنيوى وکړي.

دغه مدني فعال زياته کړه، څېړنې ښيي چې د باميانو ګڼ خلک له سختې بېوزلۍ سره مخدي او نه شي کولى چې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي، همدا لامل دى چې خپل ماشومان سختو کارونو او کرکيلې ته اړباسي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.