ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې نشه يي توکي او مهمات نيول شوي

ننګرهار کې نشه يي توکي او مهمات نيول شوي

author avatar
6 Dec 2016 - 13:56
ننګرهار کې نشه يي توکي او مهمات نيول شوي
author avatar
6 Dec 2016 - 13:56

جلال اباد  (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې په بېلابېلو عملياتو کې يې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي، وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کی ٨٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې له دغو توکو سره د تړاو په تور څوک نه دی نيول شوي، خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز مشرقيوال وويل چې پوليسو د مومند درې په ولسوالۍ کی دوه تنه د قيمتي ډبرو د قاچاق په تور نيولي دي.

د نوموړي په وينا، دغو کسانو په يو هينو موټر کې قيمتي ډبرې بار کړې وې او غوښتل يې نورو سيمو ته يې قاچاق کړي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې پوليسو يو اندازه بېلابېل ډول مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه زياتوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبينو د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند د فاميليو په ساحه کی (۳۵) فيره د دهشکې مرمۍ، درې فيره د بم غورځوونکي مرمۍ او يو فيرد پس لګد توپ مرمۍ شامله ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.