کندوز (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٥): يو بريدګر چې په کندوز ښار کې د کابل بانک يوې څانګې ته د ننوتلو هوډ درلود، د امنيتي ځواکونو له لوري تر پېژندل کېدو او موخې ته له رسېدو وړاندې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته ٢:٤٠ بجې يوه ځوان له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ اغوستى و، چې د کندوز ښار د کابل بانک کوڅې په سيمه کې يې چاودنه ورکړه.
نوموړي زياته کړه:"ياد ځانمرګي غوښتل چې د کابل بانک يوې څانګې ته داخل شي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري وپېژندل شو، خو نوموړى له دې وړاندې چې خپلې موخې ته ورسيږي، خپل چاودېدونکي توکي يې وچول."
نوموړي زياته کړه، په دغه پېښه کې څلور ملکيان ټپيان شوي چې د يوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن