د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په باميانو کې ګڼ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

په باميانو کې ګڼ ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي

Dec 06, 2016 - 13:40

باميان (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): په باميانو لايت کې ګڼ ماشومان د بېوزلۍ له امله اړ دي چې په سختو شرايطو کې د کمې مزدورۍ په بدل کې درانه کارونه وکړي چې له امله يې له زده کړو او ښوونځي بې برخې کېږي.

سميع الله له بامياني ماشومانو يو دى چې د خپل کور تودولو لپاره خس ټولوي. نوموړى پنځلس کاله عمر لري او وايي چې پر سختو کارونو بوخت وي او نه شي کولى چې ښوونځي ته لاړ شي، خو له ښوونځي سره ډېره مينه لري.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((هر سهار وختي په تياره کې پاڅېږم، د بوټو راوړلو لپاره درې ساعته پلى مزل کوم او هلته په يوه غره کې بوټي ټولوم، په راتګ کې بيا هم درې ساعته وخت تېرېږي، له ځان سره وچه ډوډۍ وړم چې غرمه مهال يې وخورم.))

دغه بامياني ماشوم زياته کړه: ((پلار مې معيوب دى، کار نه شي کولى، زه او مور مې د کورنۍ لګښتونه پوره کوو، مور مې هره ورځ د خلکو په کورونو کې د جامو او غاليو وينځلو له لارې د لاس مزدوري تر لاسه کوي او د کورنۍ لګښت پوره کوي.))

سميع الله چې په يوه پنځه کسيزه کورنۍ کې له خپل پلار، مور او دوو وړو خويندو سره ژوند کوي، له پژواک سره په خبرو کې وويل: ((نه شم کولى چې زما له وضعيت نه د ښه خبرېدو په موخه دې کور ته بوځم، پلار مې غوسه کېږي؛ ځکه چې د خپلو ستونزو په اړه يې خبرې نه خوښېږي، پلار مې وايي چې څوک مو په درد نه خوري، هر څه چې وي بايد ويې زغمو.))

دغه پنځلس کلن ماشوم زياته کړه چې ډېرى ورځې اړ کېږي چې د خپلې کورنۍ لپاره له بازار او د ښار په هوټلونو کې د خوړو پاتې شوني راوړي.

محمد يقين يو بل بامياني ماشوم دى چې هره ورځ دهقاني کوي، دى وايي چې هره سهار کروندو ته ځي او له نورو سره د کرکيلې کار مخې ته وړي.

نوموړى چې ١٤ کلن دى، د سواد له نشتوالي سخت ځورېږي.

دغه ماشوم چې د ژوند دروند پېټې يې په خپلو نازکو اوږو پورته کړى، په داسې حال کې چې په څېره کې يې د سرګردانۍ او ستړيا نښې له ورايه څرګندې وې، وويل: ((پلار مې زوړ او کمزورى دى، اړ يم چې کار وکړم، څو د خپلې کورنۍ خرڅ او خوراک برابر کړم.))

هغه زياته کړه چې له ښوونځي سره يې زياته لېوالتيا درلوده، خو ژوند ورسره ملګري ونه کړه او تل د خلکو په کروندو کې درانه کارونه کوي، څو د ورځې په پاى کې نا څيزه مزدوري تر لاسه کړي.

د باميانو ولايت د مدني بنسټونو د ټولنې (مجما) مشر حسين داد احمدي وايي چې درانه کارونه د دې سبب شوي چې په باميانو کې ګڼ شمېر ماشومان ښوونځي ته له تګ او زده کړو پاتې شي او داسې کوم ځانګړي پروګرام هم نشته چې د ماشومانو د سخت کار مخنيوى وکړي.

دغه مدني فعال زياته کړه، څېړنې ښيي چې د باميانو ګڼ خلک له سختې بېوزلۍ سره مخدي او نه شي کولى چې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي، همدا لامل دى چې خپل ماشومان سختو کارونو او کرکيلې ته اړباسي.

نوموړي له ځايي ادارې، مدني ټولنې، ديني عالمانو او رسنيو وغوښتل چې خلکو ته دې پر ماشومانو د سختو کارونو د منفي اغېزو په اړه عامه پوهاوى ورکړي، څو خپل ماشومان سختو کارونو ته مجبور نه کړي.

د باميانو سيمه ييز چارواکي هم د بامياني ماشومانو د يادې ستونزې پخلى کوي.

د باميانو ولايتي شورا مشر محمد صادق علي يار پژواک ته وويل، له بده مرغه اقتصادي فقر د دې سبب شوى چې اکثره کورنۍ د خپلو ماشومانو د اړتياوو له پوره کولو پاتې کېږي او له امله يې په ګڼو مواردو کې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي او درنو کارونو ته يې اړ باسي.

بلخوا د باميانو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم په دغه ولايت کې د ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ بولي.

د ياد کمېسيون سرپرست مشر عبدالرووف شايان وايي چې د روان کال په اتو مياشتو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٥٣ موارد چې تر قانوني عمر وړاندې او جبري ودونه، جنسي تېري او ځان وژنې په کې دي، له کمېسيون سره ثبت شوي دي.

د باميانو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست که څه م په دغه ولايت کې د هغو ماشومانو کره شمېره نه لري چې درانه کارونه کوي، خو وايي چې په باميانو کې ګڼ ماشومان زيانمن شوي دي.

د دغه رياست چارواکو پژواک ته وويل: ((پر ماشومانو په ځانګړي ډول د باميانو مرکزي سيمه کې درانه کارونه اوس په يوه طبيعي او عمومي چاره بدل شوي دي.))

د باميانو د کار او ټولنيزو چارو رياست د ټولنيزو چارو مسوول سيد علي جان علوي وويل چې په دغه ولايت کې د ماشومانو يو روزنتون شته چې ١٤٥ ماشومان په کې روزل کېږي، خو په دې وروستيو کې د کار وزارت له لوري لغو شوى دى.

علوي زياته کړه: "وزارت ته مو زيات وړانديزونه واستول، څو دغه روزنتون پاتې شي، ځکه چې زيانمن ماشومان ورته سخته اړتيا لري، خو لا يې هم مثبت ځواب نه دى راکړى.))

په ورته وخت کې د باميانو ولايت مقام هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ماشومان زيانمن شوي دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک ته وويل: ((په باميانو کې پنځوس سلنه ماشومان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي، د دغو کورنيو ټول ماشومان بېوزلي او زيانمن دي، په يوه ډول له خپلو حقونو محروم دي او درانه کارونه تر سره کوي.))

هغه زياته کړه: ((بايد په عمومي ډول د ټولنې وضعيت بدلون ومومي، خو په ځانګړي ډلو ځينې ماشومان چې په سخت ډول له خطر سره مخ دي، ځايي اداره يې روزنتونونو او د اشيانې په څېر ځايونو کې ځاى په ځاى کوي، خو له بده مرغه چې په باميانو کې د بېوزلۍ اوسنى وضعيت د اندېښنې وړ دى، د بېوزلو او هغو شمېر چې د خپل ژوند اړتياوې نه شي پوره کولى، ورځ په ورح لوړېږي.))

احمدي زياته کړه چې له بېوزلۍ او بېوزلي کېدو څخه د مخنيوي لپاره مبارزه، پراخو ملي پروګرامونو ته اړتيا لري، په لنډمهاله پروګرامونو سره دغه پديده له منځه نه ځي.

نوموړي زياته کړه چې بېوزلي کورنۍ ته د يوې بوجۍ اوړو، دوه کيلو بورې او لوبيا وېشل د بېوزلو وضعيت په ښه کېدو کې چندان رول نه لري، ددې ستونزې د مخنيوي لپاره اړينه ده چې هر وزارت خپل ځانګړي پروګرامونه ولري.

په باميانو کې د ماشومانو وضعيت په داسې حال کې د اندېښنې وړ بلل شوى چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ويلي، د ١٣٩٣ کال د سروې له مخې په افغانستان کې شاوخوا ٢،٧ ميليونه ماشومان په کار بوخت دي چې له دې ډلې يې ١،٢ ميليونه هغه ماشومان دي درنو کارونو ته ګومارل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement