واشنګټن (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د امريکايي ځواکونو يوه پخواني لوړپوړي جنرال ويلي، تر هغه پورې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه نه شي ګټل کېداى، څو چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې له منځه وړل شوې نه وي.
دغه څرګندونې د امريکايي ځواکونو پخواني مرستيال قوماندان او د امريکا د پوځي مطالعاتو د انسټيټيوت مشر متقاعد جنرال جان اېم کين د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون يوې غونډې ته پرون کړې دي.
هغه زياته کړې: ((په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان جګړه نه ګټل کېږي، دا يو حقيقت دى، ترهګر په پاکستان کې خوندي ځالې لري، چېرته چې ترهګر خوندي ځالې ولري، د هغوى له منځه وړل ستونزمن کار دى.))
دغه متقاعد جنرال ويلي، پاکستان او افغان ځواکونه دومره اسانتياوې نه لري چې پر طالبانو غالب شي، وروسته له هغه چې، هغوى له سره ځان تنظيم کړي.
دى وايي، اوس په کار ده چې امريکا نوې ستراتيژي جوړه کړي او په پاکستان کې د دغو وسله والو خوندي ځالې له منځه يوسي.
جنرال جان اېم کين ادعا کړې ده چې پاکستاني ځواکونه په خپله خاوره کې له وسله والو طالبانو سره استخباراتي معلومات شريکوي او لوجستيکي همکاري ورسره کوي.
هغه زياته کړې، د عراق د جګړې له امله امريکا ونه شو کړاى چې افغانستان ته زيات سرتېري واستوي، په افغانستان کې په کم شمېر اوسني امريکايي ځواکونه نه شي کولى چې له دوو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.
دى وايي: ((د اوباما حکومت د افغانستان جګړه ونه شوه ګټلى، بلکې په دغه هېواد کې يې د امريکا جګړه ييز ماموريت يې پاى ته ورساوو.))
هغه دا مريکا له نوي حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سياسي او امنيتي حالاتو ارزونه وکړي.
جنرال جان اېم کين وويل، اوس په کار ده چې په پاکستان کې د طالبانو د خوندي ځالو پر له منځه وړلو زيات تمرکز وشي او افغان ځواکونو ته د اړتيا وړ پوځي وسايل او توکي په لاس کې ورکړل شي، څو هغوى په ښه ډول له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن