اسعداباد- کندهار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په ختيځ زون او همدارنګه کندهار ولايت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) له لوري د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې په جوړ شوي ازاد بحث کې په ختيځو ولايتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان) کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مشرې زهرا رحماني وويل، د تاوتريخوالي یادې زياتره پېښې په ننګرهار کې رامنځته شوې دي.
هغې زياته کړه، دغه قضيې چې زياتره يې فزيکي پېښې دي، د دوى له خوا د افغان دولت له اړوندو ادارو سره شريکې شوې چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.
د رحماني په خبره، تېر کال له دوى سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٥٠ پېښې ثبت شوې وې.
له بلې خوا، د کندهار د ښځو چارو ریاست او د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه اندېښنه ښيي او وايي، په دغه ولایت کې کال په کال له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرېږي.
د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ په دې اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان ۱۳۹۵ لمريز کال له پیل راهیسې دغه ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۶۷ پېښې ثبت کړې چې د تېر په پرتله ډېرې شوې دي.
هغې زیاته کړه، له ښځو سره د تاوتریخوالي په پېښو کې د قتل، ميراث، له کوره تېښته، په کم عمر کې ودول، په زور زیاتي ودول او نور شامل دي.
نوموړې د دغو پېښو د ډېروالي لامل، روانه جګړه، بېکاري، د پوهې ټیټه کچه، کلتوري مسايل او نور ګڼي.
په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال فخرالدين فایض هم وايي، له یوه کاله بل ته له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې ډېرېږي.
فایض پژواک اژانس ته وویل: ((دلته دوه خبرې دي؛ یا دا ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی او یا دا چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او د پخوا په پرتله ډېر د دغو پېښو په اړه عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو ته مراجعه کوي.))
د ده په وینا، هڅه کوي له اړوندو ارګانونو په مرسته د کندهار ښار تر څنګ په ولسواليو کې د عامه پوهاوي هڅې زیاتې کړي، چېرې چې ښځې په پراخه کچه له تاوتریخوالي سره مخ دي.
په غونډه کې نورو ښځينه ويناوالو هم د ښځو پر اوسني حالت اندېښنه وښوده او غوښتنه يې وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه دې له ټولو امکاناتو کار واخيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن