ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د خبریالانو او رسنیو د مصوونیت کمېټه تحریم شوه

بلخ کې د خبریالانو او رسنیو د مصوونیت کمېټه تحریم شوه

author avatar
7 Dec 2016 - 18:26
بلخ کې د خبریالانو او رسنیو د مصوونیت کمېټه تحریم شوه
author avatar
7 Dec 2016 - 18:26

مزارشريف (پژواک، ۱۷ ليندۍ ۹۵): د بلخ خبريالانو په دغه ولايت کې د خبريالانو او د رسنيو د مصوونيت او امنيت ساتنې کمېټه تحريم کړه.

دوی وايي، د هېواد په کچه چې په هر ولايت کې د خبريالانو او د رسنيو د مصوونيت کمېټې لپاره د هماغه ولايت درې خبريالان ټاکل کېږي؛ د بلخ د کمېټې لپاره درې خبريالانو د کابل د خبريالانو د فدراسيون له خوا پر دوی تحميل شوي دي.

په بلخ کې دوه اونۍ وړاندې د دغه ولایت د خبريالانو او د خبريالانو د ټولنو له خوا درې خبريالان (مبينه خيراندېش، ذبيح الله احساس او ذبيح الله عسکرزاده) د دغه ولايت د ژورنالېستانو د مصوونيت او امنيت ساتنې کمېټې لپاره وټاکل شول چې اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په رسمي توګه د بلخ ولايت مقام ته ور وپېژندل شول.

خو په کابل کې د خبريالانو د فدراسيون له خوا درې نور خبريالان (بشيراحمد انصاري، نجيب پيکان او لطيف سهاک) د يوه مکتوب له لارې د بلخ ولايت مقام ته معرفي کړای شوي او همدغو کسانو د دې کمېټې په لومړۍ ناسته کې برخه واخيسته.

په کابل کې د خبريالانو د فدراسيون د همدې فيصلې په غبرګون، د بلخ ځينو خبريالانو او د رسنيو مسوولينو د ليندۍ په ۱۷مه غبرګون وښود او دغه چاره يې د ډيموکراتيکو اصولو خلاف وبلله.

په بلخ کې د پژواک اژانس خبريال او د ژورنالېستانو د دفاع ټولنې مسوول ذبيح الله احساس چې د بلخ د خبريالانو له خوا د يادې کمېټې د يوه غړي په توګه غوره کړای شوی و، په ياده خبري ناسته کې وويل: ((که چېرې دغه کمېټه د بلخ د خبريالانو د ستونزو لپاره جوړېږي، نو بايد له خبريالانو ورته درې غړي د بلخ خبريالان، د خبري ټولنو استازي او د رسنيو مسوولين وټاکل شي.))

نوموړي زياته کړه، په کابل کې د خبريالانو فدراسيون د بلخ د خبريالانو فيصلې ته نه يواځې دا چا په سپکه يې کتلي، بلکې پر خپلسر يې د دغه ولايت د خبريالانو د مصوونيت او امنيت ساتنې کمېټې ته په داسې حال کې درې کسان معرفي کړي چې له دوی سره هېڅ ډول مشوره په کې نه ده شوې.

احساس وويل، تر هغه چې په بلخ د خبريالانو د مصوونيت او امنيت ساتنې کمېټې په تړاو شته ستونزې نه وي حل شوې، دوی دغه کمېټه تحريموي.

په بلخ کې د ارزو ټلويزون رييس نوراغا شريفي په ياده خبري ناسته کې وويل، د کابل فدراسيون پرته له دې چې د بلخ له خبريالانو او رسنيو سره مشوره وکړي، پر خپلسر يې درې کسان د دغه ولايت د خبريالانو د استازو په توګه ولايتي کمېټې ته معرفي کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا چې له موږ پوښتنه نه ده شوې؛ نو دغه کمېټه هېڅ نه پېژنو.))

د بلخ د خبريالانو د مصوونيت کمېټې ته د بلخ دخبريالانو له خوا معرفي کړای شوي خبريال ذبيح الله عسکرزاده د خبريالانو د غبرګوني خبري ناستې درې ماده ييز پرېکړليک له رسنيو سره شريک کړ.

په دغه پرېکړه ليک کې د بلخ له اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د بلخ ولايت مقام، د شمال زون د بشري حقوقو له دفتر او په مزارشريف کې د ملګرو ملتونو د يوناما له دفتره د يادې ستونزې د حل په برخه کې د جدي هڅو غوښتنه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.