خوست ښار(پژواک،٢٢ليندۍ٩٥): له ګردېز څخه خوست ولايت ته د ١١٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پيل شوي چې په بشپړېدو سره به يې ٤٠ زره کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
د خوست والي حکم خان حبيبي د ليندۍ په ٢٢مه د يادې پروژې د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ګردېز څخه خوست ولايت ته د پايو نصبولو او د دوو سب سټېشنونو د جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وويل چې په دغه پروژه باندې ۱۱۰ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د يو کال په موده کې به د برېښنا د انتقال لپاره چمتو شي.
حبيبي وويل: (( ددغې پروژوې په ترکيب کې د ۹۰ کيلو مترو لارې په اوږدوالي ۲۷۰ پايې او دوه سب سټېشنونه چې يو په وزي ځدراڼ او دويم يې د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د ورزې په سيمه کې جوړيږي.))
هغه زياته کړه، چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به ۳۲ ميګا واټه برېښنا خوست ته انتقال او ۴۰ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي او دغه راز د خوست په صنعتي پارک کې به د پانګونې لپاره هم زمينه برابره شي.
نوموړی زياتوي: ((دغه سب سټېشن چې نن يې ساختماني چارې پيل شوې په مجموع کې ۸ ترانسفره لري، خو د اوس لپاره د دوه ترانسفرمرونو څخه ګټه اخيستل کيږي، چې ۴۰ زره کورنيو ته به برېښنا ورکړي.))
مدني فعال زاهدشاه انګار پژواک ته وويل چې دا مهال د يو کيلو واټ برېښنا بيه تر ۶۰ افغانيو رسيږي، خو د وارداتي برېښنا د انتقال په صورت کې به په دې ولايت کې پراخ اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
هغه وايي: ((کله چې موږ برېښنا ولرو توليدات به ولرو، زراعت به مو عصري شي او موږ به د برېښنا په ذريعه وکړای شو چې خپلې بنسټيزې چارې مخته يوسو او دا په خپله د اقتصاد د ودې لپاره يو ښه ګام دی.))
دا له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا ده، چې له کابل څخه لوګر او ګردېز ته يې د لېږد چارې تر ډېره بريده مخته تللې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن