ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهاره د وچې مېوې صادرات ۴۱ سلنه ډېر شوي

له کندهاره د وچې مېوې صادرات ۴۱ سلنه ډېر شوي

author avatar
12 Dec 2016 - 18:06
له کندهاره د وچې مېوې صادرات ۴۱ سلنه ډېر شوي
author avatar
12 Dec 2016 - 18:06

کندهار(پژواک،٢٢ليندۍ٩٥): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، سږ کال د وچې مېوې کیفیت ښه او په نړیوالو بازارونو کې يې غوښتنه ډېره شوې چې په همدې بنسټ په صادراتو کې یې د تېر په پرتله ډېروالی راغلی دى.

د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د لېندۍ په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې له کندهار څخه د ۳۸ میلیونه ۹۶۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۳ زره او ۸۵۳ ټنه وچه مېوه او د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۹ زره او  ۶۹۶ ټنه طبي بوټي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

په وچه مېوه کې کشمش، انځر، کښته، بادام او نور، دغه راز په طبي بوټو کې شيرين بويه، خوږولې، توره او سپينه ځيره، خاکشير او نور شامل دي.

هغه زیاته کړه، که دغه شمېرې له تېر کال سره پرتله شي نو ښيي چې سږ کال له کندهاره د وچې مېوې په صادراتو کې ۴۱ سلنه ډېروالی راغلی دی.

نوموړي د وچې مېوې د صادراتو د کچې لوړوالی د مېوې د ښه کیفیت او په نړیوالو بازارونو کې د ډېرې تقاضا له امله وګاڼه.

دی وايي، د کندهار ډېره وچه مېوه او طبي بوټي هندوستان ته صادر شوي خو په کمه اندازه متحده عربي اماراتو، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.

د بینا په خبره، د کندهار وچه مېوه لکه د تازه مېوې په څير په نړۍ کې ښه شهرت لري او غوښتنه يې ډېره ده، خو ستونزه د لارو او اسانتیاوو د نشتوالي ده.

ده زیاته کړه، افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دى، نورې نړۍ ته لنډه لار نه لري او د هوا له لارې بيا پر صادراتو ډېر لګښت راځي.

نوموړي يادونه وکړه، که افغان سوداګرو ته د هوا له لارې د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې شي نو افغان سوداګر به وکولاى شي خپل محصولات او توليدات اروپا او امريکا ته هم صادر کړي.

هغه په دې برخه کې د چابهار او اقینې بندرونه د هېواد د صادراتو او وارداتو لپاره مهمې لارې یادې کړې چې په دې وروستیو کې پرانیستل شوې.

د ده په وینا، د یادو شوو بندرونو له لارې راکړه او ورکړه او سوداګري د نورو برخو تر څنګ د افغانستان د تازه  او وچې مېوې د صادراتو په وده کې مثبت بدلون راوستلای شي او کرار کرار به پر هغو هېوادونو تکیه کمه شي چې تل د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

دى وايي ډېرى افغاني محصولات په ځانګړې توګه وچه او تازه مېوه په عربي هېوادونو کې هم ښه بازار لري خو ستونزه دا ده چې تر هغوی پورې د ور رسولو لار نشته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.