هرات(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥): ځايي چارواکي په هرات ولايت کې د دوو مېرمنو د وژلو خبر ورکوي چې له دې سره په روان کال کې په هرات کې د وژل شوو مېرمنو شمېره لسو کسانو ته ورسېده.
د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د يوې ځوانې او يوې عمر خوړلې ښځې مړي روغتون ته ور وړل شوي دي.
شيرزي زياته کړه چې ځوانه مېرمن ٢٧ کاله عمر لري چې د مرمۍ په وسيله وژل شوې او مړى يې د امنيتي ځواکونو له لوري د هرات ښار د پنځمې ناحيې له(باغ زبيده) سيمې څخه روغتون ته لېږدول شوى دى.
هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د يادې ځوانې مېرمنې هويت نه دى څرګند شوى.
هغه زياته کړه چې د يادې مېرمنې مړى د لا زياتو څېړنو لپاره عدلي طب ته استول شوى دى.
د هرات حوزوي روغتون وياند زياته کړه چې تېره شپه د هرات ښار له کارته سيمې نه د يوې شپېته کلنې مېرمنې مړى ور وړل شوى دى.
د شيرزي په خبره، دغه مېرمن د هغې د دوه زامنو ترمنځ د نښتې پر مهال د يوه زوى له لوري د ښيښي پر لوري له ګوزارولو وروسته وژل شوې ده.
هغه زياته کړه ، د عدلي طب څېړنې څرګندوي چې ښېښه ددغې مېرمنې پر يوه شريان لګېدلې او روغتون په رسېدو مړه شوې ده.
په ورته وخت کې د هرات د پوليسو مشر عبدالرووف احمدي د دواړو پېښو د پخلي ترڅنګ وويل چې د ٢٧ کلنې ښځې مړى د پنځمې ناحيې ساحه کې د پوليسو له لوري موندل شوى او د پېښې د عاملينو د پېژندلو لپاره هڅې روانې دي.
احمدي زياته کړه چې په يوه بله پېښه کې هم يوه شپېته کلنه ښځه د خپل زوى له لوري وژل شوې او زوى يې د پوليسو له لوري نيول شوى چې په خپل جرم يې اعتراف کړى دى.
له بلې خوا د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په هرات ولايت کې لس ښځې وژل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن