ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر جنرال دوستم لګېدلي تورونه دې په رسمي ډول وڅېړل شي”

“پر جنرال دوستم لګېدلي تورونه دې په رسمي ډول وڅېړل شي”

author avatar
13 Dec 2016 - 13:54
“پر جنرال دوستم لګېدلي تورونه دې په رسمي ډول وڅېړل شي”
author avatar
13 Dec 2016 - 13:54

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٥): اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د احمد ايشچي پر وړاندې له واک نه د ناوړه ګټه اخيستنې او د ولسمشر پر دويم مرستيال جنرال دوستم د لګېدلو تورونو په اړه د خپرو شوو راپورونو د رسمي، رڼو او عادلانه څېړنو غوښتنه کړې.

د ملي جنبش ګوند غړى او د جوزجان ولايت يو قومي مخور احمد ايشچي له ١٦ ورځني بند وروسته تېره اوونۍ د شنبې په ورځ د هغه ولايت د ملي امنيت له لوري خوشی او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د احمد ايشچي زامنو ويلي وو: ((پلار يې د شبرغان ښار د پل خراسان سيمې د وزلوبې ډګر کې لومړۍ له جنرال دوستم سره لفظي شخړه وکړه او وروسته د دوستم ساتلونکي د وزلوبې ميدان ته راغلل، انجنير احمد ايشجي يې له ځان سره يووړ او د جنرال دوستم په امر ١٦ ورځې بندي شو چې په دې موده کې وهل شوى هم دى.))

خو د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې احمد ايشچي د وسله والو مخالفينو د تمويل په خاطر د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوى دى.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې، په افغانستان کې يې شته غړو، امريکا، استراليا، کاناډا او ناروې، نن د خبرپاڼو په خپرولو سره غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د احمد ايشچي پر وړاندې له واک نه د ناوړه ګټه اخيستنې او د ولسمشر پر دويم مرستيال جنرال دوستم د لګېدو تورونو په اړه رسمي، رڼې او عادلانه څېړنې ترسره شي.

يادو هېوادونو له ټولو افغانانو غوښتي چې د سولې، ثبات او ډيموکراسۍ د ترويج لپاره قانون ته په بشپړ درناوی، له ټولو هېوادوالو سره پرته له دې چې د موقف او ټولنيز مقام په پام کې ونيسي، کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.