زرنج (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په نيمروز ولايت کې د ترانسفرمر تولېدوونکي لومړي شرکت د ٧،٥ ميليونه ډالرو په پانګونې سره کار پيل کړ.
د فابريکې مشر حاجي ظاهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ به شاوخوا ٨٠ کسان په ياده فابريکه کې په کار بوخت شي او توليد شوي ترانسفرمرونه به يې پر نيمروز سربېره، کندوز، تخار او غزني ولايت ته هم صادر شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې فابريکه يې د اوس لپاره شاوخوا اووه نيم ميليون ډالر پانګونه کړې، خو په راتلونکي کې به يې پانګونه هم لوړه شي.
حاجي ظاهر زياته کړه چې اوسمهال دغه فابريکه د ٢٥ نه تر ٤٠٠ واټ ظرفيت لرونکي ترانسفرمرونه توليدوي او ډېر ژر به ١٢٠٠ کيلوواټه ترانسفرونه هم توليد شي.
هغه زياته کړه چې په يوه اوونۍ کې يې په ازمايښتي ډول په دې فابريکه کې ١٥٠ ترانسفرمرونه توليد کړي، خو نوموړي د يوه ترانسفرمر د بيې او له بهرني هغه سره يې د توپير په اړه معلومات ورنه کړل.
د نيمروز والي محمد سميع د خصوصي سکتور د دغه نېک اقدام د ستاينې تر څنګ وويل چې د يادې فابريکې په پرانيستې سره به د نيمروز اوسېدونکي بهرنيو ترانسفرمرونو ته له اړتيا خلاص او پر ځان بسيا شي.
نوموړي وويل چې ډېر ژر به په نيمروز ولايت کې صنعتي پارک هم پرانېستل شي او دولت به سوداګرو او پانګه والو ته اسانتياوې برابرې کړي.
د نيمروز دغه لوړ پوړي چارواکي له سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو او د خلکو د اړتيا وړ توکو د توليد برخه کې پانګونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن