ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايرلينډ د سولې کارپوهانو خپلې تجربې د سولې شورا او حکومت سره شريکې کړې

د ايرلينډ د سولې کارپوهانو خپلې تجربې د سولې شورا او حکومت سره شريکې کړې

author avatar
14 Dec 2016 - 17:19
د ايرلينډ د سولې کارپوهانو خپلې تجربې د سولې شورا او حکومت سره شريکې کړې
author avatar
14 Dec 2016 - 17:19

کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د اروپايي هېواد ايرلينډ د سولې کارپوهانو خپلې تجربې د افغانستان د سولې شورا او حکومتي غړو سره شريکې کړې.

د افغانستان د سولې شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايرلينډ د سولې د کارپوهانو يو پلاوى کابل ته راغلى دى.

سرچينې زياته کړې، د کارپوهانو ياد پلاوي د افغانستان د سولې شورا د مرستیالې حبیبې سرابي په مشرۍ له رهبري پلاوي، د حزب اسلامي مرکچي پلاوي، د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د لاسلیک شوې توافقنامې د تطبیق د ګډ کمیسیون مشر او غړو او په افغانستان کې د اروپا اتحادیې سفیر میلیبن سره ګډه ناسته وکړه.

د سولې شورا مرستيالې حبیبې سرابي د غونډې ګډونوالو او د ايرلينډ د سولې کارپوهانو ته د افغانستان د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون په اړه معلومات ورکړل.

هغې زياته کړه، اوس د دې توافقنامې د عملي کولو لپاره د ولسمشر له فرمان سره سم یو ګډ کمیسیون په سیاسیي چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک په مشرۍ جوړ شوى دى، ترڅو د دې توافقنامې ټول موارد په سم ډول پلي شي.

په افغانستان کې د اروپا اتحادیې سفیر میلیبن د دی ناستې پر ارزښت خبرې وکړې او ویی ویل، دا یو ښه فرصت دى، ترڅو د افغانستان حکومت او حزب اسلامي په ګډه د سولې توافقنامې په پلي کولو کې جدي هڅه وکړي.

د ده په وينا، له ایرلنډ څخه د سولې او مذاکراتو د کارپوهانو راغلی پلاوی به له افغانانو سره خپلې تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت او حزب اسلامي وکولی شي د دغو تجربو په رڼا کې د سولې توافقنامې په پلي کول کې ترې ګټه واخلي.

د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافقنامې د تطبیق ګډ اجرائیوي کمیسیون مشر محمد اکرم خپلواک وویل، یاد کمیسیون به د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د شوې توافقنامې ژمنې په ښه توګه تطبیق او عملي کړي.

 ده زیاته کړه، تراوسه دغه ګډ اجرائیوي کمیسیون بېلابېلې کاري غونډې نیولې دي او د کارونو د ښه تطبیق لپاره یې یو هر اړخیزه پلان ترتیب کړى، ترڅو وکولی شي پر وخت د توافقنامې د ژمنو په پلي کولو کې لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وويل، لکه څرنګه چې د سولې په مذاکراتو کې د حزب اسلامي مرکچي پلاوي د هلوځلو له برکته دغه د سولې توافقنامه وشوه، نو د دی توافقنامې د ژمنو د پلي کولو کې په برخه کې به هم رښتينې هلې ځلې وکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دغو ژمنو د عملي کولو په لاره کې خنډونه ایجاد کړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې ناسته کې له ایرلنډ څخه د مذاکراتو او سولې کارپوهانو هم خپلې تجربې له ګډون کوونکو سره شریکې کړې.

سرچينه کاږي، دغو کارپوهانو په ځانګړې توګه د مذاکراتو په پایله کې د شوو توافقنامو د تطبیق په مرحله کې پر دې موضوعاتو چې څرنګه کولی شو پر اخلالګرو غلبه او بریا ترلاسه کړو، د سولې توافقنامې څخه ملي ملاتړ ترلاسه کړو او په جګړه کې د زیانمنو شوو سره همدردي او عدالت لپاره هلې ځلې وکړو، په اړه بحثونه درلودل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.