ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ١٩٨ تړونونه لاسليک شوي

د هېواد د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ١٩٨ تړونونه لاسليک شوي

author avatar
14 Dec 2016 - 15:42
د هېواد د کرنيزو محصولاتو په برخه کې ١٩٨ تړونونه لاسليک شوي
author avatar
14 Dec 2016 - 15:42

کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د کرنې وزارت وايي، د ابوظبي نندارتون د افغانستان د کرنې سکټور لپاره له بریالیو نندارتونو څخه و چې په ترڅ کې يې له ۱۹۸ بهرنیو شرکتونو سره د کرنيزو محصولاتو په برخه کې تړونونه لاسلیک شول.

دغه نندارتون د عربي متحده اماراتو په ابو ظبي ښار کې، تېره اونۍ د درېیو ورځو لپاره (د ليندۍ له ١٥ تر ١٧مې نېټې پورې) ترسره شو.

له ياد وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد د کرنيزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې يې د هڅو په لړ کې د هېواد ۱۵ کرنیزو شرکتونو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په مرسته وکولی شول د (SIAL Middle East 2016)په نوم جوړ شوي نندارتون کې ګډون وکړي.

سرچينه کاږي، په دغه نندارتون کې د افغانستان د ښه کیفیت کرنیز محصولات، لکه تازه او وچه مېوه، طبي بوټي، شات، پنبه او زعفران نندارې ته اېښودل شوي وو.

سرچينه زياتوي، د ابو ظبي نندارتون د افغانستان لپاره ځانګړې لاسته راوړنې درلودې چې له هغې ډلې څخه له ۷۸ بهرنیو شرکتونو سره د ۳۵۴ ټنه وچې مېوې د صادرولو تړون لاسلیکول، له ۴۰ بهرنیو شرکتونو سره د ۲۵زره لېتره د انارو او انګورو د جوسونو صادرولو تړون لاسلیکول او همداراز له ۲۶ بهرنیو شرکتونو سره د ۳۶ ټنه تازه مېوو، لکه مڼو، انارو، انګورو او سیتروسو صادرول بلل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، همداراز د دې تر څنګ له ۹ بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د ۱۶۶ کیلوګرامه زعفرانو او له ۱۷ بهرنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۳ ټنو د طبي بوټو صادرولو تړون لاسلیک شو. دغه راز د افغانستان سوداګرو په دغه نندارتون کې له ۲۸ بهرنیو شرکتونو سره د ۱۵۶ ټنه خالصو شاتو د صادرولو تړون هم لاسلیک کړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، له هېواده بهر د کشمیرې لېږد او د کرنیزو بېلابېلو ډولونو تخمونو او کیمیاوي سرې رالېږد د افغانستان او بهرنيو سوداګرو لپاره يوه بله موضوع وه چې په دې برخه کې هم له ۴۸ بهرنیو شرکتونو سره خبرې وشوې او هغوی د یادو موضوعاتو په برخه کې د تړونونو د لاسلیکولو ژمنې ورکړې.

کشميره یا کرک د یو ډول خاصو وزو له وړیو نه راوځي چې تر یو لړ ځانګړي پروسس وروسته په ځينو کیفیت لرونکو ټوکرو او نورو لباسونو کې کارول کېږي .

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ابو ظبي نندارتون د افغانستان د کرنې سکټور لپاره له بریالیو نندارتونو څخه و. د افغانستان د کرنیزو محصولاتو غرفې د دې نندارتون په درېیو ورځو کې له ۱۰۷۰۰ څخه زیات کتونکي لرل.

ياد نندارتون هر کال د عربي متحده امارتو په ابوظبي ښار کې جوړېږي او روان کال په دغه نندارتون کې له افغانستان سربېره د نړۍ ۴۵ هېوادونو ګډون کړی وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.