جلال اباد (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ادارې موخې ته له رسېدو مخکې دوه بهرني ځانمرګي نيولي چې غوښتل يې پر مهمو دولتي تاسيساتو ځانمرګي بريدونه وکړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۵مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وويل چې دغه ځانمرګي د پاکستان د خيبر پښتونخوا د باړې سيمې اوسېدونکي دي او خوږياڼو ولسوالۍ ته د ځانمرګو واسکټونو د ترلاسه کولو په موخه تلل چې د ملي امنيت موظفينو ونيول.
خوږياڼي د کومې مشخصې ادارې يا ارګان نوم ياد نه کړ؛ خو وايي، يادو کسانو پلان درلود چې په جلال اباد کې پر مهمو دولتي تاسيساتو ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.
تر کنفرانس وړاندې د ملي امنيت ادارې له خوا نيول شوي کسان هم رسنيو ته وښودل شول خو رسنيو ته له هغوی سره د خبرو کولو اجازه ورنه کړل شوه.
په ورته وخت کې ملي امنيت ادارې هغه ويډيو هم د رسنيو په واک کې ورکړه چې نيول شوو کسانو په کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ځانونه يې د پاکستان د باړې سيمې اوسېدونکي معرفي کړي دي.
دا په تېرو څو ورځو کې درېيم ځل دی چې ملي امنيت اداره په کې د خپلو ورته لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن