ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : له دوو خويندو سره د نکاح کوونکي پلار او يو بل تورن نيول شوي

چارواکي : له دوو خويندو سره د نکاح کوونکي پلار او يو بل تورن نيول شوي

author avatar
15 Dec 2016 - 16:54
چارواکي : له دوو خويندو سره د نکاح کوونکي پلار او يو بل تورن نيول شوي
author avatar
15 Dec 2016 - 16:54

کابل (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۵) : په ننګرهار کې د هغې قضيې اصلي عامل، چې په يوه وخت کې يې له دوو خويندو سره نکاح کړې لا هم نه دی نيول شوی؛ خو چارواکي وايي چې دوه نور تورن کسان يې نيولي دي.

په دغه قضيه کې چې د ننګرهار په ښيوې ولسوالۍ کې رامنځته شوې، قرباني نجلۍ او د هغې کورنۍ ۱۵ کسان تورن کړي دي.

دغه نجلۍ چې مستعار نوم صايمه ښيۍ، د روانې ليندۍ مېاشتې په ۹مه نېټه يې د ښځو چارو په رياست کې رسنيو ته وويل، چې د واده په لومړۍ شپه د خاوند له لوري په دې تورنه شوې، چې باکره نه ده؛ نو ځکه يې په هماغه شپه د هغې کشره خور په نکاح کړې ده.

هغې زياته کړه: ((زه يې تورنه کړم، چې ته جوړه نه يې، د شپې په دوولسو بجو يې زه وتړلم، بيا يې وهل راکړل او يوه بجه يې پلار کره يوړلم، دوه بجې د شپې يې بيا زموږ پر کور چاپه ووهله او زما کشره خور يې په زور يوړله.))

صايمې په ژړغوني غږ وويل، چې خپل معاينات يې هم په دولتي او هم په شخصي لابراتوارونو کې کړي، چې هېڅ مشکل يې نه درلود؛ خو په وينا يې هغو خلکو ورسره د خپل زور په وجه دا ډول ظلم کړی دی.

نوموړې غوښتنه کوي، چې بايد ورسره ظلم کوونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او دا روښانه شي، چې ولې يې دې ته طلاق ورکړی او پرځای يې د هغې ۱۰ کلن خور په نکاح کړې ده.

له صايمې سره اندېښنه ده چې پرې ظلم کوونکي یې شتمن دي او د پيسو په مقابل کې به قضيه د ځان په ګټه تمامه کړي.

هغې زياته کړه : ((موږ ډير بې وسه يو. نن سبا خو هسې هم پيسې چلېږي، دا خسرخېل مې زورواکه خلک دي او پيسې هم تېروي.))

د نجلۍ پلار نادرخان هم تېره شپه په کابل کې له يو خصوصي تلوېزيون سره د مرکې پرمهال پر حکومت غږ وکړ چې پر دواړو لوڼو يې د شوي ظلم په اړه دې پلټنې وشي.

هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل: ((په سيمه کې ډير زورور خلک دي، لومړی يې راله يوه لور واده کړه او په هماغه شپه يې راله په زوره بله لور په نکاح کړه، ټول چارواکي پرې خبر دي؛ خو څوک راسره مرسته نه کوي.))

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم د ليندۍ په ۲۵مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال تاييد کړه چې ياده قضيه ورته ورسېدلې او ولايتي ادارې يې په اړه اقدامات کړي دي.

دی وايي، تر اوسه په قضيه کې د ښکېلو ۱۳ کسانو له ډلې ۲ تنه، چې يو يې د هلک پلار او يو بل کس، دى، پوليسو نيولي او اوسمهال په څارنوالۍ کې توقيف دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.