جلال اباد (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د داعش ١٦ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټې الوتکې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو په سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د داعش ١٦ وسله وال وژل شوي او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم له منځه تللې ده.
د مشرقيوال په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه داعش وسله والې ډلې او خپلواکو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن