ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پغمان ولسوالۍ کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پغمان ولسوالۍ کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Dec 2016 - 16:09
په پغمان ولسوالۍ کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Dec 2016 - 16:09

کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٥): د کابل پغمان ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو پر يوه قرارګاه د دوو بريدګرو بريد کې د ملي امنيت د يوه کار کوونکي او يوې  ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او درېیو نورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پغمان امنيه قوماندان سمونوال امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه نن له غرمې وړاندې ١١:٠٠ بجې د پغمان ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو ترهګرو د پغمان ولسوالۍ په مرکز کې د ملي امنيت کار کوونکو پر قراول بريد وکړ.))

هغه زياته کړه چې د دغه بريد له امله د ملي امنيت د يوه کارکوونکي او يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي او درې نور چې يو پوليس او يوه ښځه په کې دي، ژوبل شوي دي.

د پغمان امنيه قوماندان زياته کړه چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

هغه څرګنده کړه چې دواړه بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي، خو په دې اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه پورې چا د بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.